د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان ډرون حمله، اووه وسله وال وژل شوي


میرام شاه - د قبایلي سیمې شمالي وزیرستان پر شوال تحصیل د بې پیلوټه الوتکو په حملې کې اووه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.


چارواکو د نوم نه ښودو په آړ مشال راډیو ته وویل، دا حمله د جمعې او شنبې تر منځ شپې مهال شوی دی.

د بې پیلوټه الوتکو حمله پر داسې وخت شوې ده چې د پاکستان نوي ټاکل شوي وزیر اعظم نواز شریف د دې بریدونو درولو غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې ډرون حملې د پاکستان خپلواکۍ ضد دي.

نواز شریف تېره اوونۍ هم د امریکايي بې پیلوټه الوتکو هغه حمله غندلې وه چې په کې د طالبانو دویم مشر ولي الرحمان وژل شوی وو.

تر اوسه دا نه ده مالومه چې په دې حملې کې کوم وسله وال وژل شوي دي.

د امریکايي حکومت د ترهګرۍ ضد نوې تګلاره د ډرون حملو اجازه ورکوي، دا موثره او قانوني بولي.

په پاکستان کې مسلم لیګ نواز او پاکستان تحریک انصاف دواړه د ډرون حملو خلاف ګوندونه دي او د انتخاباتي کیمپېن پر وخت یې له ولس سره وعده کړې وه چې دا حملې به ودروي.
XS
SM
MD
LG