د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډول سرنا بازار سوړ شوی دی




جلال اباد:ـ پخوا به چې د افغانستان په کليو او بانډو کې د ودونو او ښاديو محفلونه جوړيدل نو له ښاره به يې ډول او سرنا غږوونکي ورغوښتل چې کله به يې ښځينه وو ته او کله به يې هم نارينه ته ډول او سرنا غږوله. خو اوس په سيمه کې د بد امنۍ له وجې ډول او سرني غږوونکي کليو او بانډو ته نه شي ورتلی او يوازې د جلال اباد ښار پورې محدود پاتي شوي چې د ډول سرنا غږوونکو په روزګار يې بد اثر پريښی دی.


په جلال اباد ښار کې يو تن عمر خوړلی سرنا غږونکی وايي چې پخوا به په کليو او بانډو ګرځيدل او د ښاديو محفلونه به يې تودول، خو اوس چې په سيمه کې د بد امنۍ سوری خور دی، روزګار يې د جلال اباد تر ښاره پورې محدود شوی دی.

(( نوم مې غلام غوث دی، د لغمان ولايت يم او اوس په جلال اباد کې اوسيږم.شل کاله کيږي چې سرنی غږوم. چپرهار ته تلو، خوګياڼو ته تلو، پچير او اګام ته تلو، شينوارو ته تلو، کامې ته تلو، خيوې ته تلو، کونړ او لغمان ته تلو. چا به چې کوژده هم کړې وه او مخکې به تيره شوې وه بيا به يې هم موږ د شادي نامې ته بولو. يوه پنجه ساز به مو ورته غږولو، شيرنې به مو ترې اخيسته.په دې ښار کې به هم په ودونو ګرځيدو، خو اوس له دې ښاره نه شو وتلی.))

يو تن ځوان چې له خپل کاکا سره ډول غږوي، ورته شکايت لري او وايي:

(( نعمت الله مې نوم دی د لغمان ولايت اوسيدونکی يم او په جلال اباد کې اوسيږم. تره مې سرنا غږوي او زه ورسره ډول غږوم، همدلته ښار کې په ودونو ګرځو، کليو ته نه شو تلای.))

د ننګرهار د هنرمندانو ټولنې مشر استاد کمين ګل وايي چې له کله نه چې پښتو موسيقۍ ته غربي الې راننوتي، د ډول، سرنا او نغارو ځای يې نيولی، خو زياتوي چې دوی هڅه کوي چې ځوانان د ډول سرنا زده کړو ته تيار کړي.

(( موږ بايد خپل هغه پخواني شيان هير نه کړو، لکه نغرې شوې، ډولکی شو. اوس بغير له ګلزمان نه څوک ښه چمبه نه شي غږولی. تاسو يقين وکړیء چې يو وخت ډولکی راووتو، نو مشهورو سندرغاړو يوازې ډولکي سره سندرې ويلي، هيڅ تبله په کې نشته. خو اوس ډولکی هم په ختميدو دی. ځای يې سپيډي نيولی، د موسيقۍ دا غربي آلې چې راغلي، دا نور شيان ختميږي. خو اوس چې موږ د موسيقۍ د زده کړې اکيډيمي پرانستې، يو هدف مو دا دی چې موږ خپله اصلي موسيقۍ آلې وساتو.))

پخوا به له ښاديو پرته ډول او سرنا غږوونکي د ننګرهار کليو ته له بلنې پرته ورتلل او پر هغو ټولو کورونو به ګرځيدل چې يا به په کې ښادي تيره شوې وه او يا به په کې راروانه وه. خو د تيرو درې نيمو لسيزو راهيسې او په تيره د طالبانو د واکمنۍ په دوران کې چې موسيقي په تمامه مانا حرامه ګرځول شوې وه، د ننګرهار په کليو او بانډو کې يې لا سوری خور دی، اوس خلک په اکثرو کليو کې يوازې د ښځينه وو په چمبو وهلو ودونه تيروي.
XS
SM
MD
LG