د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ميدان وردګو کې اته نور وسله وال وژل شوي



د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي، چې نن سهار په دغه ولايت کې پر طالب وسله والو هوايي بريد شوی دی، چې په کې اته تنه طالبان وژل شوي دي.


دوی وايي، په وژلو شويو وسله والو کې د هغوی يو قومندان هم شامل دی.

هوايي بريد نن جمعې پر ورځ د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې شوی دی، چې د چارواکيو په خبره په کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دوی وايي، په وژل شويو کسانو کې د طالبانو يو سيمه ييز قومندان هم شامل دی.
د ميدان وردګو د والي وياند عطا الله خوګياڼی وايي، دغه پېښه نن سهار د پنځو او شپږو تر منځ د جلرېز په کونخمار سيمه کې شوې ده.

"نن سهار وختي د پنځو او شپږو بجو تر منځ د جلرېز ولسوالۍ په کونخمارسيمه کې اته تنه طالبان په هوايي بريد کې وژل شوي. "

عطاالله خوګياڼي ادعا کوي چې په تېرو اتلسو ساعتونو کې، د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د حزب او طالبانو تر منځ په نښته او د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د پنځلسو تنو په شاو خوا کې وسله وال وژل شوي دي.

خو طالبان بيا نه د حزب او دوی تر منځ نښته مني او نه هم دا مني، چې په هوايي بريد کې دې يې نن سهار اته تنه ملګري وژل شوي وي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، نه يوازې دوی ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، بلکې د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې پر امنيتي چارواکيو د بريدونو ادعا هم کوي.
XS
SM
MD
LG