د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت د امن لپاره مشاورتي جرګه جوړوي





غلام غوث مشال راډیو

پېښور: په خیبر پښتونخوا کې حکمران اتحاد د امنیت په باب د مشاورتي جرګې په نوم د امنیت د ستونزې هوارولو لپاره د یو ټول ګوندیز کانفرنس رابللو فیصله کړېده-


په خیبر پښتونخوا کې حکمران ګوندونه وايي پر ټولو سیاسي ګوندونو مشتمل د دې مشاورتي جرګې له لارې دوی غواړي د بدامنۍ د ستونزی د حل لارې چارې ولټوي-

د وزیر اعلا هاؤس پېښور نه د خپور شوی یو بیان تر مخه د آفتاب احمد خان شیر پاؤ په کور کې د امنیت په باب د خیبر پښتونخوا په اېتلافي حکومت کې د شاملو ګوندونو غونډه تر سره شوه چې په کې په حکمران اتحاد کې شامل د جماعت اسلامي تحریک انصاف قومي وطن پارټۍ د مشرانو تر څنګ وزیر اعلا پرویز خټک او آفتاب شیرپاؤ ګډون وکړو- په دی غونډه کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر آئی جی پی احسان غنی د اتحادی ګوندونو مشرانو ته د صوبی د امنیتی صورتحال په اړه بریفنګ ورکړو- په دی غونډه کې حکمران اتحاد د امنیت په باب له د مشاورتي جرګې په نوم په یو ټول ګوندی کانفرنس رابللو صلاح وکړه-

ددی مشاورتي جرګې په لړ کې د پاکستان تحریک انصاف یو صوبايي مشر او د پښتونخوا نومول شوي ممکنه د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي مشال راډیو ته وویل((ټول ګوندیزې غونډې ډیرې بدنامې شوېدې نو ځکه مو د دې نوم مشاورتي جرګه وټاکلی، موږ غواړو چې ټولو سیاسي ګوندونو سره مشاورت وکړو او دا زموږ د ګوند موقف نه وي بلکې د پوره صوبې موقف مخې ته راشي چې موږ امن څه رنګ قایم کړو او هغه موقف موږ مرکزي حکومت ته وړاندې کړو چې په دې ډول امن راتلای شي او ته موږ سره دې کې مرسته وکړه))-

شوکت یوسفزي زیاته کړه چې د امنیت په باب د تیر حکومت په دور کې د عوامي نېشنل ګوند او جمعیت علماء اسلام لخوا په رابلل شویو ټول ګوندیزو غونډو کې تحریک انصاف ځکه ګډون نه وو کړی چې دغه کانفرنسونه د حکومت ختمیدلو ته نزدې رابلل شوي ول او د حکومت په اخیره کې یې څه ګټه نه لرله-

خو په خیبر پښتونخوا کې د عوامی نیشنل ګوند پارلیمانی مشر سردار حسین بابک مشال راډیو ته وویل چې د امن په خاطر به د حکومت د هرې هڅې ملاتړ کوي او که چېري دوی ته یې دعوت ورکړو نو د امنیت په اړه د نوي حکومت په رابلل کېدونکې غونډه کې به ګډون کوي. خو نوموړي وویل چې د امنیت او تره ګرۍ په باب حکومت واضحه تګلاره ولري:

((دلته بد امني یوه لویه ستونزه ده تر اوسه د دوی د [نوي حکومت] پالیسي نه ده په ډاګه شوې، قام نه دی خبر چې دوی امن و امان ته په کوم نظر ګوري، د ۱۱م مې وروستو څومره د تره ګرۍ پېښې رامینځ ته شوې دي.له هغې داسې ښکاري چې دا دوی خپله مسله نه ګڼي، په کار ده دوی قام ته په واضحه ډول ووايي چې دا دا ستونزې دي او دا یې حل لارې دي))
XS
SM
MD
LG