د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: عوامي نېشل پارټۍ له انتخاباتو شلون وکړ


د عوامي نېشنل ګوند جنرل سیکرټري بشیرجان
د عوامي نېشنل ګوند جنرل سیکرټري بشیرجان


کراچۍ: په داسې حال کې چې د ټولټاکنو کمیشن د کراچۍ د پي ایس ۱۲۸ حلقې په ۶ پولینګ سټیشنونو سبا د خالي پر ورځ بیا ټاکنې کوي خو عوامي نېشنل ګوند له دغو ټاکنو بایکاټ اعلان کړی دی .

د اې اېن پي غوښتنه ده که که د ټاکنو کمیشن پاکې او روڼې ټاکنې کول غواړي نو په کار ده چې په یاده ټوله حلقه کې له نوې سره انتخابات وکړي .

د عوامي نېشنل ګوند د سند صوبې جنرل سیکرټري بشیرجان د پنجشنې (زیارت) په ورځ مشال ریډیو ته وویل چې د مۍ د ۱۱مې په ټولټاکنو کې په دغه حلقه کې بمي حمله شوې وه چې له امله یې په ټوله حلقه کې د ټاکنو عمل په سمه توګه نه و ، ترسره شوی.

((د کراچۍ په نورو برخو کې تر الیکشن مخکې دهشتګردي نه ده شوې ، صرف هغه علاقې په نښه شوې دي چې زیات پښتانه په کې اباد دي او د عوامي نېشنل ګوند اکثریت په کې دی . ۱۴ کسان د ۱۲۸ حلقې په چاودنه کې،۱۳ کسان په ما [بشیرجان حلقه پي ایس ۹۳] په چاودنه کې، په یوه حمله کې صادق خټک او د هغه زوی او ۱۰ نور زموږ کارکنان د نګران وزیراعلی په دور کې زموږ د ګوند وژل شوي دي))

د کراچۍ د سند اسمبلۍ ۱۲۸ حلقه د پښتنو ګڼ میشته سیمه ده ، له دې سیمې څخه د ۲۰۰۸ په ټولټاکنو کې د عوامي نېشنل ګوند کاندید امان الله مسود کامیاب شوی و.

د ټاکنو کمیشن سږ کال د مۍ د ۱۱ په ټاکنو کې د دغې حلقې حتمي نتیجه نه ده اعلان کړې . خو د کمیشن ترمخه په دغه حلقه د ایم کیو ایم ډلې کاندید وقار حسین شاه تر ټولو زیاتې رایې ترلاسه کړي دي . په دویم نمبر د متحده دیني محاذ کاندید مولانا اوزنګزیب فاروقي او په دریم نمبر د عوامي نینشنل ګوند کاندید امان الله مسود دی .

مولانا اورنګزیب فاروقي د ناقانونه ګرځول شوې ډلې سپاه صحابه مخکښ رهنما پاتې شوی دی .

نوموړی اوس مهال د سني مسلکه ډلې اهل سنت و الجماعت د کراچۍ مشر دی .

د مولانا اورنګزیب فاروقي لخوا د یادې حلقې په ځینو پولینګ سټیشنو باندې د درغلۍ او بیا ټاکنو د خواست وروسته ، الیکشن کمیشن د دغې حلقې په شپږو پولینګ سټیشنو د بیا ټاکنو اعلان کړی دی .

د عوامي نېشنل ګوند جنرل سیکرټري بشیرجان د الیکشن کمیشن لخوا د حلقې یوازې په ۶ پولینګ سټیشنو له نوې سره ټاکنې غیرمنصفانه ګڼي:

((موږ وایو چې په ټوله حلقه کې دې الیکشن وشي ، منصفانه دې وشي او که د پوځ په نګرانۍ کې وشي نو ډېره ښه ده . د دې حلقې په یوازې ۶ پولینګ سټیشنو باندې بیا الیکشن کول غیرمنصفانه عمل دی او موږ ددې مخالفت کوو. موږ په دغه ورځ هړتال هم کولی شو خو موږ جمهوري خلک یو او د بایکاټ په ذریعه خپل احتجاج ریکارډ کوو))

د بشیرجان په خبره د سند اسمبلۍ ۱۲۸ حلقه یوه له هغو ځایونو څخه ده ، چې د دوی د ګوند پلویانو شمیر په کې ډېر دی.

نوموړي تور ولګاوه چې د ټاکنو په ورځ په دغه سېمه کې د دوی په دفتر د بمي حملې وروسته د دوی پلویان او پولینګ ایجنټان د یوې مذهبي ډلې د کارکنانو لخوا په زور له پولینګ سټینشونو ویستل شوي ول او دوی د دې شکایت په هم هغه وخت د ټاکنو کمیشن ته کړی دی خو د ټاکنو کمیشن په دې اړه تراوسه هیڅ نه دي کړي .
XS
SM
MD
LG