د لاسرسي ځای

تازه خبر

ميدان وردګو کې پينځه وسله وال وژل شوي




چارواکي وايي، د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې نن تر غرمې مخکې دوه تنه وسله وال طالبان چې د سړک پر غاړه يې ماين ښخاوو، د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي. دوی وايي، دغه پېښه د سيداباد ولسوالۍ په سالارو سيمه کې شوې ده.


د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، په دې سربېره تېره شپه په نرخ ولسوالۍ کې افغان سرتېرو د طالب وسله والو پر ضد عمليات کړي دي، چې پکې درې تنه وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

دی وايي، وسله والو غوښتل پر افغان سرتېرو بريد وکړي، خو سرتېرو ورباندې وار له مخه کړی او بريد يې ورباندې کړی دی.

خوګياڼی زياتوي، چې د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار کې هم افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې نهه ماينونه، وسلې او چوونکي توکي نيولي دي.

تر اوسه پورې لا طالبانو د يوې پېښې په دې اړه هم څه نه دي ويلي.

تېره ورځ هم د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار کې، يو ځانمرګی بريد کوونکی، هدف ته تر رسېدو وړاندې د افغان سرتېرو له خوا وژل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG