د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ډیموکراسي د اپوزیشن پرته نیمګړې ده"


د پاکستان نوی وزیراعظم نوازشریف له ولسمشره آصف علي زرداري څخه حلف اخلي
د پاکستان نوی وزیراعظم نوازشریف له ولسمشره آصف علي زرداري څخه حلف اخلي


پراګ ـــ د پاکستان په پارليماني تاريخ کې په لومړي ځل يو جمهوري حکومت موده پوره کړه او بل جمهوري حکومت ته يې واک وسپارلو. د چارشنبي پر ورځ د جمهوري عمل يو پړاو هم سر ورسيدو چې کله قامی اسمبلي په اکثريت سره ميا نواز شريف دريم ځل لپاره د هيواد وزيراعظم وټاکلو.


د ټاکني وروسته پخپله وينا کې نوي وزيراعظم ژمنه وکړه چې خپل لوظونه به پوره کړي او ټول ګوندونو سره به يو شان سلوک کوي. له دې وروسته د اپوزشن ګوندونو مشرانو هم ويناګانې وکړي. لومړی د پيپلز ګوند پارليمانې مشر مخدوم امين فهيم په وينا کې وويل چې حقيقې اپوزشن کردار به ترسره کوی.

((موږ به په دی پارليمان کې د اپوزشن کردار ادا کوو. زموږ اپوزشن به اپوزشن وی. موږ به د هر يوی غلطي فيصلي مخالفت کوو خو د هغو فيصلو حمايت به کوو چې د پاکستان او ولس په حق کې وی.))

همداراز د تحريک انصاف ګوند پارليمانې مشر او د وزيراعظم اميدوار مخدوم جاويد هاشمی هم ژمنه وکړه چې تعميری اپوزشن په شان به خپل اواز پورته کوي.

((د تحريک انصاف ملګرو هوډ کړی دی، چې دلته رښتيا ويلو لپاره به اپوزشن کردار ترسره کوو. دوستانه اپوزشن به نه وی. که حکومت ښه کار کي نو موږ به ورسره يوو، که چري غلط کار کیی نو موږ به تر ټولو زيات سخت تنقيد کوو او دا تنقيد به دوام ولري.))

که څه هم په پارليمان کې داسي قسمه تقريرونه د اپوزشن ګوندونو لخوا کيږي، او په تير پينځو کلونو کې د اپوزشن کردار ټولو ته څرګند دی. په تيرو کلونو کې مسلم ليګ نواز ګوند په اپوزشن کې وو، او حکومت لپاره يې په پارليمان کې خنډونه نه وو راپورته کړي. همدغه وجه ده چې سياسي تجريه کارانو مسلم ليګ يو دوستانه اپوزشن په توګه ګرځولی وو. په اسلام اباد کې د سياسي چارو کارپوه حسن خان وايي چې په پارليمان کې د اپوزشن ګوندونو مشرانو خبرې وزن لري، خو د پارليمان علاوه ميډيا به هم د اپوزشن په توګه کار کوي.

((د ميډيا له ويرې به دواړه حکومت او اپوزشن په سمه توګه کار وکړي.))

په اسلام اباد کې د سياسي چارو کارپوه طلعت مسعود په دي اند دي که چرې پيپلز ګوند ته سياسي ګټه رسي، نو بيا به د هغو فيصلو مخالفت کوي، او کيدای شي چې د نوازشريف د هغو ګامونو يا پاليسيو حمايت وکړي، چې دوی شورو کړي وو. د بل اپوزشن ګوند تحريک انصاف په اړه کارپوه طلعت مسعود وايي.

((زما په خيال تر ټولو زيات کوشش به تحريک انصاف کوي. دغه ګوند به هڅه کوي چې قوي اپوزشن په حيث کار وکړي. که څه هم په پارليمان کې به د اپوزشن ګوندونو مشر له دی ګوند څخه نه وی، خو دوی به د مخالف لپاره تيږه کيږي. دوی ته چرته هم موقعه ملاويږي چې د حکومت کمزوري په نښه کړي، هغه به کوي. د دې مقصد دا دی چې ولس ته خپل کردار څرګند کړي چې د راروانو انتخاباتو لپاره ګته پورته کړي. دې سره سره د خپل ګوند اهميت هم په ډاګه کړي.))

کارپوه طلعت مسعود زياتوي چې وزيراعظم نوازشريف ته مالومه ده که چرې مسلې يې حل نه کړې، نو يو مضبوط اپوزشن په پارليمان کې ناست دی. کارپوهان په دې اند دي چې دا ځل په پارليمان کې به د اپوزشن ګوندونو مشران په سمه توګه خپل کردار ترسره کوی، چې څنګه رنګه په ۱۹۷۰ کال کې د ذولفقار علی بوټو په حکومت کې خان عبدالولی خان د يوه قوي اپوزشن مشر په حيث تر سره کړی وو.
XS
SM
MD
LG