د لاسرسي ځای

پاکستان به په راتلونکې پړاو کې سوله پرمخ یوسي


ليکوال احمد رشيد

ليکوال احمد رشيد



نيويارک ټايمز ورځپاڼې د سولې په راوستو کې د پاکستان د نوي وزيراعظم نواز شريف پر رول ليکنه کړې چې نوړی به نه يوازي له پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې پېل کړي بلکې افغان طالبان به هم دې وهڅوي چې له امريکا سره د سولې خبرو اترو پرمخ بوځي.


په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې ليکوال احمد رشيد ليکي، په ۱۹۹۲م کال کې چې کله په افغانستان کې کميونسټ حکومت په نسکورېدو شو نو د هغه وخت د پاکستان ۴۳ کلن وزيراعظم نواز شريف اووه افغان جهادي مشران سره کښېنول او د دوی تر منځ يې د واک وېش وکړی.

اوس ۲۱ کاله وروسته چې نواز شريف بيا په واک کې راغلی نو ده ته له طالبانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې د سولې او روغې جوړې په راوستو کې د يو نوې هيلې په سترګه کتل کيږي. په ۱۹۹۲م کال کې د نواز شريف لخوا د افغان مشرانو تر منځ د واک وېش او سوله د افغان جنګ سالارانو او د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی د دوه مخيتوب له امله بريالۍ نشوه ځکه چې د آی اېس يوې ډلې د منځګړي په حېث د نواز شريف مرسته کوله او بلې ډلې يې بيا په افغانستان کې د حکومت ضد کودتا لپاره د سخت دريځه افغان جنګ سالار ګلبدين حکمتيار لپاره له پاکستان په سلګونه جنګيالي کابل ته په لاقانونه توګه ولېږل. که څه هم د آی اېس آی دغه دسيسه ناکامه شوه خو په نتيجه کې يې خوني کورنۍ جګړه رامنځ ته شوه چې بيا يې د طالبانو راپورته کېدو ته لاره هواره کړه.

ليکوال پر مخ ليکي، د پاکستان پوځ د ۱۹۷۸م کال راهيسي افغان پاليسي پر مخ وړي. اوس ورته په کار ده چې دا بار له ولسي حکومت سره شريک کړي. پوځ ته په کار ده چې نواز شريف ته وار ورکړي چې له افغان طالبانو سره خبرې وکړي چې زياتره مشران يې په پاکستان کې اوسيږي. تر اوسه يوازي د آی اېس آی چارواکي افغان طالبانو ته رسايي لري د کومو په اړه چې طالبان د دوی په ډيرو کوچنيو چارو کې هم د لاس وهلو له کبله د ناخوښۍ څرګندونه کوي.

ليکوال زياتوي، نواز شريف کولای شي چې طالبان دې ته رضا کړي چې له امريکا سره خبرې اترې وکړي. د دې سربېره هغه دا هم کولای شي چې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د پوځ په پرتله ښې اړيکې جوړي کړي چې اوس پر بې باوريتوب ولاړ ي دي.

ليکوال ليکي، دا له پوځ او آی اېس آی څخه د واک لاس ته راوړلو خبره نه ده بلکې د يوې برخې تر لاسه کول دي چې په ترڅ کې يې پوځ يو ولسي وزيراعظم ته د خبرو اترو واک ورکړي. د افغان طالبانو د خبرو اترو مېز ته راوستل به د پاکستاني طالبانو پر روحيه هم منفي اغېز وکړي چې د افغان طالبانو په پرتله زيات سخت دريځه دي او غواړي چې د پاکستاني حکومت په را پرځولو سره اسلامي قانون نافذ کړي.

ليکوال زياتوي، د امريکا ولسمشر بارک اوباما د افغان شخړې د سوله ايز حل او د پوځيانو د خوندي وتلو غوښتونکی دی. بلخوا پاکستاني جنرالان هر څه د پخوا په څېر پر مخ نه شي بېولای او نشي کولای چې د اسلامي سخت دريځو پر ملاتړ ولاړه خارجه پاليسي پر مخ بوځي.

ليکوال د مقالې په پای کې ليکي، پاکستانی پوځ به اوس لاره باسي چې د ترهګرۍ ضد پاليسي او د ياغيتوب د وهلو لپاره جمهوريت او د هيواد رغونه څنګه پر مخ بيايي. نواز شريف د دې کار لپاره مناسب سړی کېدای شي خو که پوځ يې پرېږدي.
XS
SM
MD
LG