د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشریف افغانستان ته ځي


د افغانستان ولسمشر حامدکرزی د پاکستان نوی وزیراعظم روغبړ کوي.
یادګېرنه: دا زوړ عکس دی
د افغانستان ولسمشر حامدکرزی د پاکستان نوی وزیراعظم روغبړ کوي. یادګېرنه: دا زوړ عکس دی

د نوازشريف د ميډيا له دفتره جاري شوی بيان وايي، وزيراعظم نن د زیارت پر ورځ له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په ټيليفون خبرې وکړې.


حامد کرزي نواز شريف ته مبارکي ورکړه او د کابل د دورې بلنه يې ورکړه. په بيان کې د سفر دقيقه نيټه نه ده ورکړل شوې.

نواز شريف پرون د چارشنبې پر ورځ د دريم ځل لپاره د وزيراعظم تر ټاکل کيدو وروسته د خپلې څوکۍلوړه وکړه.

بلخوا د افغانستان د کنړولايت د مدني ټولنو یو شمیر فعالان نن په کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته راټول شول او ددې هیواد له نوي وزيراعظمه یې وغوښتل چې په دې ولایت کې له پاکستاني لوري د راکټي حملو مخه ونیسي.
د خپلو غوښتنو په اړه د مدني ټولني يوه مبارز سيد رحمان بې کور مشال ريډيو ته وويل.

”زموږ له نوازشریفه دا غوښتنه ده چې هغوی دې د افغانستان په اړه خپله تګلاره واوړي. او زموږ له هېواد سره دې د سولې لاره غوره کړي. جنګ خپله پاکستان ته هم ګټه نه رسوي. “

د مدني ټولنو لخوا د پاکستان سفارت ته په ورکړل شوي ليک کې له نواز شریفه غوښتل شوي چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره کار وکړي.
XS
SM
MD
LG