د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د بروسلز غونډې هرکلی وکړ



د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې د نتایجو هرکلی وکړ.


په دې غونډه کې د ناټو د دفاع وزیرانو له دوه زرو څوارلسم کال وروسته د خپل نوي ماموریت په اړه موافقه وکړه.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي مشال راډیو ته وویل چې د دې غونډې نتایجو د افغانستان خلکو ته وښودله چې نړۍ افغانستان ته شا نه کوي

د ناټو له نوي پلان سره سم به د امريکا متحد ايالتونه د افغانستان په جنوب او ختيځ کې د نورو هيوادونو مشري وکړي خو جرمني او ايټاليا ته به د شمال او لوېديځ ماموريت تر غاړې شي.

ترکيه په پلازمېنه کابل کې د رول پر منلو غور کوي.

خو تراوسه پورې دا پوښتنه حل شوې نه ده چې له ۲۰۱۴ وروسته به په افغانستان کې ناټو څومره پوځيان پرېږدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG