د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: خروټ اباد کې پنځه مشکوک ترهګر ووژل شول


بلوچستان: کوټه خروټ آباد کې پولیس د مشکوکو وسله والو پر وړاندې د عملیاتو وروسته ورانه شوې ودانۍ کې ولاړ دی. ۶ جون ۲۰۱۳
بلوچستان: کوټه خروټ آباد کې پولیس د مشکوکو وسله والو پر وړاندې د عملیاتو وروسته ورانه شوې ودانۍ کې ولاړ دی. ۶ جون ۲۰۱۳


د کوټې امنیتي چارواکي ادعا کوي، د زیارت پر سهار په خروټ اباد سیمه کې پنځه ترهګر وژل شوي، او د دوی پنځلس سرتېري ژوبل شوي دي. چې پنځلس واړو حالت د ډاډ وړ دی.
د امنيتي چارواکو په خبره تر اوسه دا لا هم څرګنده نه ده چې د وسله والو تعلق له کومې وسله والې ډلې سره دی.


د امنيتي چارواکو په خبره د زیارت په سهار ددې ښار په خروټ اباد سیمه کې ددوی د ځواکونو په عملياتو کې پنځه ترهګر وژل شوي او د پېښي له ځايه یې ګڼ وسله نیولې ده.

د پولیسو ډي آی جي اپرېشنز فياض سنبل مشال راډيو ته د دې عملياتو او هم دومره مرګ ژوبلې تاييد کړی، او زیاتوي ؛کله چې په خروټ اباد کې په يوه کور عملیات پېل کړل، نو پنځه تنو چې دوی يې وسله وال ترهګر يادوي، خپل ځانونه والوځول؛.

؛ نن سهار د پاکستان درې بجې امنيتي ځواکونو په يوه کور کې عملیات پېل کړل. چې وسله والو لومړی پر امنيتي عسکرو لاسي بمونه وغورځول، او تر هغه وروسته يې پرې ډزې پېل کړې. چې زموږ د يوه افسر په شمول پنځلس سرتېري ژوبل شول. له هغه وروسته يې څلور ساعته مسلسل مقابله وکړه، خو په پای کې يې له نيولو څخه د بچ کېدو لپاره خپل ځانونه په خپله ووژل؛.

د پولیسو د ډي ايي جي اپرېشنز په خبره تراوسه لا هم دا څرګنده نه ده چې ددې ترهګرو تعلق له کومې وسله والې ډلې سره دی. خو زیاتوي ؛پلټنې يې پېل کړې دي. او ډېر ژر به يې رسنيو ته يې څرګند کړي. امنتي چارواکي وايي په دې عملیاتو کې ملیشه ځواکونو، اينټي ټریریسټ فورس، پولیسو او د استخباراتي ادارو غړيو ګډون درلود. چې تر څلور ساعته مزاحمت وروسته يې سیمه له وسله والو پاکه او عملیات ختم کړل.
XS
SM
MD
LG