د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایم کیو ایم کراچۍ کې د وژنو ضد ویر لمانځي




کراچۍ: ایم کیو ایم ګوند نن د زیارت) پنجشنبې پر ورځ) په کراچۍ ښار کې د ویر لمانځلو اعلان کړی دی چې له کبله یې کاروباري ژوند په ټپه ولاړ دی، بازارونه تړل شوي او تعلیمي ادارې هم بندې دي.


بېګا شپه د ګوند چارواکي حیدرعباس رضوي په مرکز ناین زیرو کراچۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې سوداګرو او ټرانسپوټرانو ته د کاروبار بند ساتلو ږغ وکړ .

((له تیرو څو ورځو راهیسې د ایم کیو ایم ګوند غړو او خواخوږو د وژنې پر ضد موږ د سند صوبې له ټولو سوداګرو هیله کوو چې د زیارت په ورځ کاربندیز وکړي))

د کراچۍ ښاریان وایي ټاکنې وشوې،حکومت نوی شو، خو د کراچۍ په امنیت کې هېڅ بدلون مخې ته نه دی راغلی.

پرون د چهارشنبې په ورځ د ایم کیو ایم ګوند ویلي د دریو غړو مړي د ملیر په سیمه کې موندل شوي و، چې څو ورځې مخکې تښتول شوي ول.
ایم کیو ایم ګوند پرون د دغو کسانو له مړو سره اته ګینټې د وزیراعلی هاوس مخې ته احتجاج کړی و او نن یې په ټول سند کې د ویر اعلان کړی دی .

د سيمه ایزو رسنیو په وینا د سند صوبې په نورو ښارونو حیدراباد،سکراو میر پورخاص کې هم کاروبارونه او تعلیمي ادارې بندې دي .
XS
SM
MD
LG