د لاسرسي ځای

تازه خبر

راسموسن: کابل بايد له ناټو سره مرسته وکړي


د بلجيم په مرکز بروکسل کې د ناټو د غړيو هيوادو دفاع وزيران او د دوه ويشت هغو هيوادو استازې راغونډ شوې دي چې په افغانستان کې پوځيان لري.


دې غونډې ته د ناټو عمومي منشي خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې يې په افغانستان کې شويو پرمختګونو او پرتو ستونزو ته اشاره وکړه.

د اندرس فوګ راسموسن په باور د افغانستان ستونزې يوازې ناټو نه شي هوارولي او بايد کابل له ناټو سره په دې برخه کې مرستې وکړي.

په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه کې د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن وويل، د افغانستان په برخه کې پکار دي چې دوه اړخيزه هڅې وشي، هم افغان حکومت له خپل لورې کار وکړي او هم نړيواله ټولنه هڅې وکړي:


« ژمنې دوه اړخيزه دي افغان لوري بايد د ادارې د ښه والې لپاره کار ته دوام ورکړي، له اداري فساد سره مبارزه وکړي، بشري حقونه تامين کړي او شفاف انتخابات ترسره کړي، له دې سره به دې ته لاره هواره شي چې نړيوال خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي»

په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه کې د چهارشنبې په ورځ د هغو هيوادو استازو هم برخه اخيستې ده چې د ناټو غړي نه دي او د ايساف په چوکاټ کې پوځيان لري. اندرس فوګ راسموسن وويل چې د ايساف ماموريت به په افغانستان کې تر هغه وخته وي، چې د ناټو محارب ځواکونه له افغانستانه وځي:

« ايساف به د دوه زره څوارلسم کال تر پايه خپل محاربوي ماموريت ته دوام ورکړي، تر هغه وخته، چې زموږ ماموريت بشپړ شي او افغانانو ته د افغانستان بشپړ پوځي ماموريت وسپارل شي. دغه وخت به په افغانستان کې زموږ ماموريت يوې نوې او متفاوت مرحلې ته داخل شي»

د ناټو عمومي منشي زياته کړه چې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته به ناټو له خپلو متحدانو سره يوځاي د افغان ځواکونو د روزنې او هغوي ته د سلامشورې ورکولو او ملاتړ ماموريت پيل کړي. د راسموسن په وينا دغه ماموريت به محاربوي نه وي او د ايساف تر اوسني ماموريت به وړوکي وي.

راسموسن وايي، موږ پر دې وياړو چې څه پرمختګ مو په افغانستان کې کړي دي. د ده په وينا افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو په هڅو کې پرمختګ شوي دي. خو د ناټو د عمومي منشي په باور لاهم په راتلونکې کې ستونزې شته چې بايد ډيرې هڅې ورته وشي. د راسموسن په نظر دا مهمه ده، چې په افغانستان کې په سياسي او اقتصادي برخو کې پرمختګ وشي.
XS
SM
MD
LG