د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو د افغانستان په باب برسلز کې غونډه لري



د ناټو د غړو هېواودونو خارجه وزيران نن د چارشنبې پر ورځ د دويمې ورځې له پاره په برسلز کې غونډه کوي چې تمه لرل کيږي له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د ياد سازمان د ماموريت د څرنګوالي په اړه يوې موافقې ته ورسي.


د جرمني خبري اژانس (ډي پي ای) په رپورټ کې ويل شوي چې دا امکان نشته چې د ناټو هېوادونو خارجه وزيران به د ۲۰۱۵ م کال له پيل راهيسې په افغانستان کې د ځای پر ځای کېدونکيو بهرنيو ځواکونو او روزونکو د شمېر په اړه کومه حتمي پرېکړه وکړي.

دغه راز ويل شوي چې له ۲۰۱۴ م کال نه وروسته په افغانستان کې د پاته کيدونکيو ځواکونو د بوديجې مساله هم ناحل پاتې ده.

د ناټو عمومي منشي اينډرس فوغ راسموسين تېره ورځ وويل، تمه لري چې په دغه سازمان کې د شاملو هېوادونو خارجه وزيران به وکولای شي د افغانستان د روزونکي ماموريت د پر مخ وړلو له پاره پر يوه ميکانېزم سره سلا شي.

د ناټو د نن ورځې په غونډه کې د دې سازمان د پينځوستو غړو هېوادونو له استازو سره سره افغان چارواکي هم برخه اخلي.

ښاغلي راسموسين په خپلو پرونيو خبرو کې په ډاګه کړه چې که څه هم د دوئ د روانې غونډې زيات تمرکز د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې پر چارو دی، خو د سازمان ځينې ملګري هېوادونه لکه امريکا، کولای شي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمېر پر زياتولو هم خبره وکړي.

اژانس د امريکايي پوځ د متقاعد جرنيل او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پخواني قوماندان جان ايلن په دې ورستيو کې کړې خبره راخيستې چې ويلي يې دي، امريکا بايد د ۲۰۱۴م کال نه د وروسته څو کالونو له پاره د څو زره ځواکونو د ساتلو خبره تر غور لاندې ونيسي.

ټاکل شوې چې د ناټو د غړو هېوادونو خارجه وزيران نن د خپلې غونډې په څنډه کې د جارجيا له استازو سره هم وويني. دغه هېواد په افغانستان کې د ناټو ماموريت ته خپل ۱۵۶۰ تنه سرتيري ورکړي دي.

پر دې سربېره، جارجيا يو له هغو هېوادونو څخه دی چې په افغانستان کې د ناټو له نوي روزنيز ماموريت سره يې د مرستو ژمنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG