د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له ټولو غیرجمهوري قوتونو سره دې حساب وشي"


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د نوي وزیراعظم نوازشریف د ټاکلو پر مهال په خپله لومړنۍ وینا کې وویل چې په پاکستان کې لومړۍ ورځې راهیسې د جمهوري او غير جمهوري قوتونو شخړه رامنځته شوې ده.


په دغه هېواد کې بیا بیا جمهوري حکومتونه د پوځي امرانو له لوري چپه شوي دي. او په کار ده چې له هغه ټولو خلکو سره احتساب وشي، هغه که میډیا والا دي ججان دي یا هر هغه څوک چې په یوه نه بله بڼه یې د غیر جمهوري قوتونو مرسته کړې پرېنښودل شي. او هر هغه چا ته چې په ملک کې د جمهوریت لپاره قرباني شوي هغوی ته دې معاوضه ورکړل شي یا که مړه وي د هغوی ماشومانو ته دې معاوضه ورکړل شي.

محمودخان اڅکزي زیاته کړه چې د قرآن شریف د لارښونې له مخې په ښه عمل کې د خلکو مرسته کوی او په بدو کارونو کې یې مرسته مه کوی. نو که د پاکستان منتخیب وزیراعظم ښه کارونو کوي نو پښتونخوا ملي عوامي ګوند به یې مرسته کوي.

پخواني پوځي امر جنرال پروېز مشرف ته په اشارې سره محمودخان اڅکزي وویل، چې که مشرف سزا کېږي نو ورسره هغه ټول کسان هم باید حساب کتاب ته مخامخ شي چې د جمهوریت په راچپه کولو کې یې د هغه مرسته کوله. له هغه ټولو وکیلانو او قاضیانو سره دې هم باید احتساب وشي. چې د مشرف ملګرتیا یې کړې ده.

زما دا وړاندیز دی هغه قاضيان چې د مارشل لا حمايت يې نه وو کړی د هغوی بچو ته دې درنښت او معاوضه ورکړل شي. خو کومو قاضيانو چې د هغوی حمايت یې کړی وو د هغوی غندنه دې وشي. زه دا نه وايم چې کوم هغه چې مړه شوي دي له قبرونو دې راواېستل شي. خو دا ده چې د هغوی غندنه دې وشي. او که ژوندي دي نو د وکالت لايسنسونه دې یې منسوخ کړل شي.

نوموړي وویل: دا ايوان دې پخواني پوځي مشر جهانګير کرامت ته پېرزوینې وړاندې کړي چې د جمهوریت ملاتړ یې وکړ او د غیر جمهوري پوځي امرانو دې غندنه وکړي.

محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې نوازشریف ته په اشاره د پښتو د ستر شاعر او فلسفي غني خان شعر وویل چې وايي، کله چې پر یو انسان تکلیف راشي نو همدا ستونزې ورته لارې ښيي. نواز شريف ته هم ډېر تکليفونه ملاؤ شوي دي.

محمودخان اڅکزي وویل،”چې کله په یوه هوټل کې د غونډې پر مهال وینا کوله نو نواز شريف ماته په شین قلم ليکلي یو چيټ راکړی وو چې د نرم انقلاب لپاره کار کول پکار دی. او هغه چیټ له ماسره اوس هم شته. او زه به د نرم انقلاب له پاره د هغه ملاتړ کوم. “
XS
SM
MD
LG