د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: ترکمنستان د اورګډي پټلۍ پروژه پرانیزی



نسیم شفق
ولسمشرکرزی د افغانستان،ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د پروژې د پرانستلو په هدف د چهارشنبې په سهار ترکمنستان ته ولاړ.


افغان چارواکي وایي، چې ولسمشرکرزی به د دې پروژې د پرانستلو ترڅنګ له ترکمنستاني او تاجکستاني مشرانو سره پر درې اړخیزو مسایلو هم خبرې وکړي.

له ولسمشرکرزی سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول،د ملي امنیت سلا کار ډاکټرسپنتا او یوشمیر نور افغان چارواکي هم هم ملګري دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG