د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان کې هرخوا ناکراري ختمول غواړو"



د پاکستان نوي وزیراعظم نوازشریف له ټاکل کېدو وروسته په پارلمان ته په خپله لومړنۍ وینا کې وویل چې دا مهال هېواد له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی. هر لوري درغلي ده. ترهګري او اقتصادي بدحالي ده، دې حالاتو د پاکستان ولس نااميده کړی دی. او له دې حالاتو د ملک راوېستل په کار دی.


د نوازشریف وینا له لویه سره ټوله په پاکستان کې پر شته بحران راټوله وله.

د وینا د سرټکي


درغلي: غلاغدۍ ، بدعنواني او کرپشن ختمول
بجلۍ لوشېډینګ: د هېواد دا لویه ستونزه ختمول
کراچۍ: په کراچۍ کې بدامني ختمول. او دغه ښار کې د امن لپاره د سیند حکومت مرسته کول.
ډرون: د ډرون بریدونه سلسله بندول
قبایلي سیمو : کې امنیت راوستل
د ګوادربندر: فري پورټ یا ازاد بندر جوړول

ده وویل، زه به د پاکستان ولس ته درواغ نه وايم، زه به له خپله ولسه هېڅ نه پټوم. په تشو خيالي خبرو به خپل ولس نه غولوم.

مو ږ به پاکستان ته د ورپېښو مسلو يو جامع پلان جوړ کړی دی. موږ يو مضبوطه بنيادي ډانچه او زرعي انقلاب باندي يقين لرو. بدعنوانه کسان به له سخت احستاب سره مخامخېږي.
په سرکاري ادارو کی به د هر کس انتخاب په ميرټ او قابليت کيږي. موږ به بهر میشته قابله پاکستانيانو ته بلنه ورکوو چې خپل وطن ته را شي.

نوازشریف وویل: زما سترګې يو روښانه پاکستان ويني. يو داسې پاکستان چېرته چې انتهاپسندي نه وي. اقليتونو ته پوره حقونه ورکړل شي.
مزدور -- کرونده ګر او هر څوک خوشاله وي.

نوازشریف وویل: زه د دې ټولو ژمنو پوره کولو لپاره د ميډيا او ولس د مرستې غوښته کوم. موږ ټول به د دې ټولو مسلو په ګډه لار وباسو.

موږ ته پکار ده چې زموږ اختلاف، تنقيد، او پارټي بازي يوازې د پاکستان په ګټه تمامه شي.

نوازشریف وویل: زه به ډېر زر ټولو سیاسی ګوندونو سره ملاقاتونه کوم. راځی چې ټول د پاکستا ن لپاره يو ځای شو

هغه زیاته کړه. که ما په بلوچستان کی د حکومت لپاره د پښتونخوا ملي عوامی ګوند او د نېشل پارټۍ ملاتړ کړی دی، نو دا ما پر هغوی احسان نه دی کړی. دا د هغوی مېنډېټ وو او د هغوی حق وو. زما له پاره کراچۍ، کوټه، پېښور او لاهور يو دی. که کراچۍ کې بدامني ده نو زما زړه پرې ډېر خوږېږي. که په قبايلي سيمو کې ناکراري ده نو موږ ټول بې سکونه يو. په بلوچستان کې که نا امني ده نو دا زموږ د ټولو مسله ده.

اوس په بلوچستان کي د دغه صوبې د حقيقي وارثانو حکومت دی.

نوازشریف وویل: چیني وزير اعظم سره مې خبره شوې ده چې له کاشغره تر خنجراب، او له ګوادره تر کراچۍ پورې به د رېل ګاډي پټلۍ جوړوو. تير حکومت چې ګوادر چېن ته ورکړی دی. ډېر ښه کار يې کړی دی. د چین او پاکستان په مرسته یوه بېړنۍ کاري ډله یا ټاسک فورس جوړوم چې په بیړه د تعمیر کار ترسره کړي. له دې سره به بلوچستان کې غریبي ختمه شي. او دا زما ژمنه ده چې په ګوادر کې به فري پورټ د نړیوالې کچې وي. او خلکو ته به یې ګټې ورسي.

نوازشریف وویل: د ګوادر په اړه زما محمود خان اڅکزي سره خبره شوې ده، چې دغلته به ازاد بند یا فري پورټ جوړوو. زه دغو ټولو منصوبو سره ژمن يم. او زه به هر هغه څه کوم چې د عام ولس په ګټه وي. دا خواهش يوازې زموږ د ګوند نه دی. بلکې دا خواهش په دې ايوان کې د ناست هر کس دی. موږ يو داسې پاکستان غواړو چرته چې مېندې د بچو په وتو او ښځې د خپلو خاوندانو په اړه فکر مندې نه وي. چې هغوی بهر لاړ شي نو ژوندي به راشي او که نه. بدامني به په سلا مشوره ختموو.

نوازشریف وویل: د ډرون الوتکو د بريدونو دا روانه لړۍ اوس بنديدل په کار ده. زموږ د خپلواکۍ احترام ډېر ضروري دی. د نورو هېوادونو چې څه اندېښنې دي هغه هوارول غواړي. او یوه متفقه تګلاره جوړول په کار ده. زموږ د خو دمختيارۍ احترام په نړیوالې ټولنې لازم دی.

کله چې پخوانۍ سپیکري نوي سپیکر ته ډېر په افتخار څوکي حواله کړه. موږ تير ۶۰ کاله ورک ګرزيدو. اوس په ملک کې جمهوریت دی. جمهوریت او جمهوري ګامونه به پاکستان پر مخ بیايي.
XS
SM
MD
LG