د لاسرسي ځای


فرهاد شینواری

د خیبر پولیټیکل چارواکي وايي، نن د شورو ورځ د خیبر ایجنسۍ (این اې) شپږڅلویښتمې حلقې د باړې او تیرا لپاره په ۲۱پولینګ سټیشنونو په جمرود سیمه کې بیا انتخابات ترسره کیږي،او د ووټ اچولو لړۍ پيل شوېده.



د جمرود پولیټیکل انتظامیه وايي چې د انتخاباتو لپاره یې د جمرود بازار تړلی دی او د خیبر درې په لاره به د ناټو سپلايي ګاډي هم نه ځي، خو د عامو خلکو او سورلو له پاره به لاره خلاصه وي.

د ده په خبره چې د انتخاباتو د خوندي ساتلو له پاره یې ټینګ امنیت نیولی دی.

د شپږڅلویښتمې حلقې د بیا انتخاباتو د تیاریانو په حقله د جمرود مرستیال پولیټیکل ایجنټ جهانګیر اعظم وزیر مشال ریډيو ته وویل:

(( په هر پولینګ سټیشن مو شل شل امنیتی سرتیری لګولی دی،په جمرود کې مو د خاصه داروګشتونه شورو کړی دی،او دغې انتخاباتو د کامیابولو د پاره مو یو منظم پلان تیار کړۍ دۍ))

د باړې سیمې نه بې کوره شوي یو تن محمد ساجد اپریدی وايي چې(( د ووټ اچولو د پاره جمرود ته راغلۍ یم،او داسې امیدوار ته به ووټ ورکوم چې زموږ د بې کوره شوو خلکو ستونځې هوارې کړي، په سیمه کې مو امن راولي او بیرته مو خپلو کورونو ته ولیږي))

او د باړې سیمې یو بل بې کوره شوی تن وايي چې(( موږ دې انتخاباتو ته ډیر خوشاله یو،او هیله من یو چې دې سره به زموږ د باړې بازار خلاص شي،په سیمه کې به مو امن راشي،او تعلیمي ادارې به پکې خلاصې شي))

یاده دې وی چې د شپږ څلویښتمې حلقې یانی باړې او تیرا نه بې کوره شوو خلکو د پاره د مئې په یولسمه نیټه په جلوزو کډوالو کیمپ، د کرمې په درانی کډوالو کیمپ،کالا خیلو باړه،سم غاخی او د جمرود په شاه کس سیمه کې ټولې ۵۷ پولینګ سټیشنې جوړې شوې وي چې په شاه کس کې په هغې ورځ په ووټر لسټونو کې د نیمګړتیاو په مسله بدنظمی جوړه شوه او د امیدوارانو د پلویانو ترمنځه پکې نښتې اوشوې او د ووټ اچولو عمل پکې رایسار شو او بیا الیکشن کمیشن دا پریکړه اوکړه چې دلته به په یویشتو پولینګ سټیشنو باندې بیا انتخابات ترسره کیږی.

د شپږ څلویښتمې حلقې نه پخوانۍ ایم این اي حمیدالله جان آپریدۍ،پخوانې سنیټر ناصر خان آپریدۍ،پخوانۍ ایم این اي محمد شاه آپریدۍ،د پاکستان تحریک انصاف امیدوار اقبال آپریدۍ،د جمات اسلامی شاه فیصل آپریدۍ،د جمعیت علما اسلام مولانا شمس الدین او ملک وراث خان آپریدۍ د امیدوارانو په حیث په میدان پاتې دی،او نن به د دغې حلقې خلک د قامی اسمبلۍ د پاره خپل نماینده ټاکی،
د ویلو وړ ده چې د خیبر ایجنسۍ په شپږ څلویښتمه حقله یانی باړه او تیرا کې د تیرې اوږدې مودې راهیسې بد امنی ده او په باړه کې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد پوځی عملیات روان دی،او زیاتره خلک ترې بې کوه شوی دی،چې دامهال ئې ډيرۍ کورنۍ په جلوزو کډوالو کمپ کې هم ژوند کوی...

یاده دې وې چې د باړې او تیرا نه بې کوره شوو خلکو د پاره د جمرود په شاه کس سیمه کې جوړو شوو پولینګ سټیشنو کې د مئې په یولسمه نیټه بد نظمی رامنځ ته شوې وه او نتیجه ئې ځنډول شوې وه، او د هغې وروستو الیکشن کمیشن پریکړه کړې وه چې دلته به په یوشت پولینګ سټیشنو باندې بیا اتنخابات یا ری پولینګ کیږی،
XS
SM
MD
LG