د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان د افغان سربازانو د سر وهلو فکر لري"


د افغانستان لوی درستیز شېر محمد کریمي
د افغانستان لوی درستیز شېر محمد کریمي

جمیله ظریف کابل

د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وايي؛ چې پاکستان هڅه کوي یو ځلي بیا د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ ګوشتې کې پوستې جوړې کړي.


لوی درستیز شیرمحمد کریمي چې د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته د ځواب ورکولو لپاره ورغلی وو، وویل چې ښایي په ګوشته کې د تیرې څه باندې یوې میاشتې مخکې پېښه یو ځل بیا تکرار شي.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي؛ که پاکستان یوځل بیا هڅه وکړه؛ چې د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ ګوشتې کې امنیتي پوستې جوړې کړي نو یو ځل بیا به د افغانستان له جدي غبرګون سره مخ شي.

لوی درستیز چې د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته د ځواب ورکولو لپاره ورغوښتل شوی وو، وویل چې پاکستان یو ځل بیا هڅه کوي په ګوشتې ولسوالۍ کې امنیتي پوستې جوړې کړي.

شیر محمد کریمي وویل، پاکستان خبرداری ورکړی چې په سیمه کې به د افغان ځواکونو له خوا ویجاړې شوې پوستې بیرته جوړې کړي.

لوی درستیز دغه څرګندونې پداسې حال کې کوي چې د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې څه باندې یوه میاشت مخکې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ په ګوشتې ولسوالی کې جګړه وشوه.

پاکستان د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې دروازه او نوي تاسیسات جوړ کړي و، چې وروسته دغه تاسیسات د افغان ځواکونو له خوا ویجاړ شول.

شیر محمد کریمي همدا راز وایي چې پاکستان تل هڅه کوي د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.

هغه وایي پاکستان حتې نه غواړي افغانستان له نورو هیوادونو سره ستراتیژېکې اړیکې ولري.

دی وایي پاکستان د افغانستان او هند د ستراتيژیکو اړیکو له لرلو خوښ نه دی او له افغانستان څخه یې غوښتي چې د خپلې ملي اردو افسران په پاکستان کې ورزوي.

خو لوی درستیز وایي چې پاکستان د ملي اردو د روزلو په فکر کې نه بلکې د هغوی د وژلو په فکر کی دی.

ښاغلي کریمي وویل؛ چې له کله چې په افغانستان کې د سولې د پروسې لپاره هڅې پیل شوي پاکستان د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله پيل کړې ده.

په دې وروستیو کې افغان چارواکو په ښکاره لهجه پر پاکستان انتقادونه زیات کړي دي.

افغان چارواکي وايي د دوی له هڅو سره سره پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه همکاري نه ده کړې او د افغانستان په چارو کې لاسوهنو ته یې دوام ورکړی دی.
XS
SM
MD
LG