د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې سعودي کې د خپلو کارګرانو تپوس وکړي


د کارګرانو ولسي ګوند چیېرمېن فانوس ګجر
د کارګرانو ولسي ګوند چیېرمېن فانوس ګجر

غلام غوث

د کارګرانو ولسي ګوند (عوامي ورکرز پارټۍ) په پېښور پرېس کلب کې د یو خبري کانفرنس پر مهال په سعودي عرب کې مېشت په ازادو ویزو د پاکستانیانو پر ستونزو څرګندونې وکړې.


په ازادو ویزو په سعودي عرب کې د مېشت پاکستانیانو د ستونزو په اړه د کارګرانو ولسي ګوند چیېرمېن فانوس ګجر مشال ریډیو ته وویل (د سعودي عرب د نوې پالیسۍ له مخې د پاکستان ګڼ خلک راوېستل کېږي او ځینې یې په جېلونو کې واچول، سعودي حکومت یوه نوې پالیسۍ جوړه کړېده، چې له چاسره ازاده ویزه ده یا د کمپنۍ ویزه ده، نو پر هغوی یې له کالني حسابه له نهه سوه تر یولس زره ریاله ټېکس لګولی دې، د نړیوال قانون لاندې پاکستان حق لري او په کارده چې پاکستان د دې تپوس وکړي چې څومره پاکستانیانو ته سعودي ویزې ورکړیدي نو سعودي حکومت دې مخکې د هغه ویزو پیسې ورکړې او بیا دې هغوی راولېږي نو موږ به یې ومنو ، د پاکستان مذهبی او جاګیر دارانه کنټرول پالیسی به بدلول غواړي او دلته به یوه ازاده او پراخه د انسانیت په بنیاد یواځې عربو لپاره نه بلکې د ټولې نړې له پاره به یوه پالیسي جوړول غواړي)

د عوامي ورکرز پارټۍ د کارکنانو په وینا تر دې دمه خواوشا دېرش زره هغه پاکستانیان چې ازادې ویزې لري د سعودي عرب حکومت بیرته پاکستان ته راستولي دي. او ګڼ پاکستانیان چې زیاتره یې پښتانه دي، په سعودي عرب کې په جېلونو کې اچول شویدي.

په دې لړ کې د خبري کانفرنس پر مهال د تخت بۍ بهادر خان مشال ریډیو ته وویل:(( نهه میاشتې وړاندې یې یو ورور په سعودي عرب کې نیول شوی دی. نه یې د جېل پته لګېږي، نه ورسره پر ټیلفون رابطه کېږی، نه ورسره ملاقات کیږي، موږ ته دې خپل رور وښودل شي، چې په سر روغ دی، مړ دی که ژوندی؟ د هغه واړه واړه بچي دي او مور شپه ورځ په پریشانۍکې پراته ده، او دی په ازاده ویزه تللی وو))

په خبري کانفرنس کې عوامي ورکرز پارټۍ له حکومته غوښتنه وکړه چې په سعودي عرب کې مېشت د پاکستانیانو د دې ستونزو په اړه دې د سعودي عرب د حکومت نه تپوس وکړی په دې لړ کې د عوامي ورکرز پارټۍ صدر شهاب الدین خټک مشال ریډیو ته وویل: ((دلته نه چې یو مزدور سعودي عرب ته ځي نو هلته هغه د ځان لپاره یو کفیل ساتي او د هغه هرڅه د کفیل په لاس کې وي، مطلب دا چې هغه له کفیل سره غلام وي، نو موږ په دې جدیده دور کې دا ډول اقداماتو او د محنت کش دا قسمه حیثیت ته د جدیدې غلامۍ یو شکل وایو ))

د عوامي ورکرز پارټۍ د کارکنانو په وینا دوی په دې لړ کې په کراچۍ کې د چارشنپی په ورځ د یو لاریون راوېستلو تکل لري.
XS
SM
MD
LG