د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان نوی حکومت، ستونزې او هواری


د نېشنل پارټۍ مشر او بلوچستان ممکنه اعلا وزیر مالک بلوڅ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمودخان اڅکزي سره روغبړ کوي
د نېشنل پارټۍ مشر او بلوچستان ممکنه اعلا وزیر مالک بلوڅ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمودخان اڅکزي سره روغبړ کوي



د ۱۱ مې د پارليماني ټاکنو په نتیجه کې په جغرافيايي توګه د پاکستان تر ټولو لويه صوبه بلوچستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نېشنل ګوند، او مسلم ليګ يو اتحادي حکومت جوړيدو امکانات دي.


د دغې صوبې د اعلا وزير له پاره د نېشنل ګوند د ډاکټر مالک نوم غوره کړل شوی دی.

له تېرو څو کلونو راهيسې په دغه صوبه کې د امن و امان صورتحال ډير خراب دی، له پاکستانه بېليدونکې بلوڅ ملتپالي غورځنګونه فعاله دي.

خو د بلوچستان راتلونکې نوی حکومت به د دغو ټولو چېلنجونو مقابله وکړاﺉ شي، که څنګه؟

د نېشنل ګوند مشر مير حاصل بزنجو دغه پوښتنې په خواب کې وايي.

))زموږ مخې ته په صوبه کې روانه ناامني، په ډزو ويشتل شوي مړي، د خلکو لادرکه کېدل، لوی او لومړي چېلنجونه دي ، له دې علاوه له بېلتون غوښتونکو سره مذاکرات. خو زما په فکر که رياست خپله رويه بدله کړي نو بيا به موږ دا هر څه وکړای شو.موږ پریکړه کړې ده او د مسلم ليګ نواز ډلې مشرتابه ته مو هم ويلي دي، چې موږ خپلو دغو وسله والو ملګرو سره خبرې اترې ضرور کوو، تر کومه حده پورې چې ممکنه وي د خبرو اترو لاره به خپلوو، ماته دا نه ده مالومه چې موږ به څومره کاميابي تر لاسه کړو ، خو دا ده چې موږ به خپلې هڅې ضرور کوو))

په ياده صوبه کې د ممکنه اتحادي حکو مت يو بل لوی سیاسي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مرکزي ايګزېکټيو کمېټې يو غړی رؤف لا لا وايي، چې د دوی ګوند يوازې او يوازې په سیاسي مبارزه یقين و باور لري، او په صوبه کې بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو سره د مذاکراتو ملاتړي دي:

” زموږ دا دريځ دی چې په بلوچستان کې په تيرو پينځو کالو کې د بلوڅو تر څنګ د پښتنو هم بشري او بنيادي حقونه کله په یو او کله په بل شکل کې تر پښو لاندې کړل شوې ده، نو د هغې د ازلې لپاره ضروري ده. چې ټولو خواو سره خبرې اترې وشي. او د دې صوبې د سوکالي له پاره د خبرو اترو لاره غوره لاره ده. “

مير حاصل بزنجو وايي، که رياستي استخباراتي او يا پوځي ادارو دوی د خپلې خوښې حکومت کولو ته پرېنښودل نو دوی به د حکومت کولو پر ځای خپلو کورونو ته تلل غوره کوي.
XS
SM
MD
LG