د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د نړۍ بدقسمته هيواد دی:سردار مينګل



د بلوچستان نېشنل ګوند مرکزي کمېټې پرېکړه کړې، چې اسمبليو ته ولاړ نه شي.دا اعلان د بي اېن پي مشر سردار اختر مینګل د مرکزي کمېټۍ تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته د دوشنبې په ماښام په يوه خبري غونډه کې وکړ.


اختر مېنګل زیاته کړه چې اوس يې د مرکزي کمېټۍ دا پرېکړه بلوڅ ولس ته پرې ايښې، چې هغوي به تر ۳۰ جون پورې ددې حتمي فیصله وکړي، چې د دوی ګوند په اسمبليو کې کښېني، او که نه؟

د سردار مینګل په خبره د همدې لپاره يې کمېټې جوړې کړې، او هغه به د ټولو سیمو تر دورې وروسته د ولس دا فیصله تر د۳۰ جون وروسته له رسنيو سره شريکه کړي.

د مینګل ډلې مشر په دې خبري غونډه کې وویل؛

”بلوچستان نیشنل ګوند په ټولټاکنو کې د اقتدار ترلاسه کولو لپاره برخه نه وه اخیستې. بلکې موږ په رضاکارانه توګه د بلوچستان د اور مړکولو او د دې صوبې پخوانی امن بحالول مو هدف وو. “

د سردار اختر مینګل په خبره خو ځينو قوتونو په ټولټاکنو کې د دوی پر ځای هغه ګوندونه په اقتدار کې راوستل چې خوښ یې ول، او د بلوڅ ولس حق يې د خپلې خوښې لپاره استعمال کړ.

مينګل په دې خبري غونډه کې پاکستان د نړۍ تر ټولو بدقسمته هيواد ياد کړ چې وايي؛ وفادارو ته يې هیواد دښمن او دوښمنانو ته يې دوستان ویل کېږي.

(پاکستان هغه بدقسمته هيواد دی، چېري چې هغه چاته وفادار ويل کېږي، چې هغوي دا هيواد لوټي او د دې برعکس هغه چاته چې د خپل حق غوښتنه کوي، هغوي ته بیا د ملک دښمن او غدار لقبونه ورکړل کېږي.)

د اختر مينګل تردې خبري غونډې وروسته د بلوچستان نامزد وزیراعلی او د نيشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ له نوموړي سره شاوخوا يو ساعت ملاقات وکړ. تر ملاقات وروسته له رسنيو سره په خبرو کې ډاکټر عبدالمالک بلوڅ وویل؛

( زموږ له سردار مينګل او د هغه له ملګرو څخه همدا يو خواست دی، چې په ملاقات کې ورڅخه و هم کړ او هغه دا دی، چې د بلوچستان دا خراب حالات او زموږ ستونزې بايد موږ له جمهوري لارې هوارې کړو او د جنګ پر ځای بايد دا جنګ په جمهوريت کې دننه وکړو)

د ډاکټر عبدالمالک بلوڅ تردې خبرو وروسته سردار اختر مینګل بیا هم وویل چې اوس ددوی پرېکړه د ولس په لاس ده، او هغوی چې کومه فیصله وکړه، دوی او ټول ګوند به يې په هغه لاره ځي.
XS
SM
MD
LG