د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګو: د اسمبلۍ غړي فرید خان مبینه قاتل ونیول شو


طارق اورکزی

د هنګو پولیسو وايي، د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي فریدخان قاتل یې نیولی دی. د هنګو تاڼې تاڼه داره عظمت علي شاه نن)سېشنبې پر ورځ) مشال راډیو ته وویل چې له نیول شوي تنه یې په هغه پېښه کې استعمال شوی ټوپک هم نیولی دی.


د دوشنبې پر ورځ په یوه وسله وال برید کې فرید خان له نورو دوو کسانو سره چې یو یې ډراییور وو ووژل شو او د هغه ورور او ساتونکی ټپيان شو.

پولیس چارواکي وايي، په سنګیړه کې پر نوموړي له بریده وروسته امنیتي ځواکونو چټک عملیات وکړل او په برید کونکو کې یو تنه یې نیولی دی.

د دوی په وینا نیول شوی کس یاسر نومیږی او د کمانډر حامد په نوم پېژندل کېږی. او د نورو تورنو یا ملزمانو د نیولو لپاره د دوی کوششونه روان دي.

وویل کېږی چې کمانډر حامد تعلق له مقامي وسله والې ډلې سره دی چې مشري یې ملا نبي حنفي کوي.

د ډلې لخوا تر اوسه په دې آړه هېڅ دریځ نه دی راغلی.

په سیمه کې د مشال خبریال وايي، د فرید خان د وژل کيدو د خبر خوريدو سره سم په سیمه کې خلکو خپل کارو بارونه وتړل او خلک له ویرې په خپلو کورنو کې بند پاته شول.

د هغه د وژنې پر ضد د هنګو په مختلیفو برخو کې د بلوو او د احتجاجونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي دي. په سیمه کې د هغه قهرېدلو پلویانو جلوسونه ووېستل، ځای په ځای يې ګاډو ته نقصان رسولی او ځینې ودانیو ته يې اور اچولی دی.


د هنګو ضلعې انتظامۍ مشر کمیشنر طاهر ظفر عباسي مشال راډیو ته وویل:” لکه څنګه تاسو ته پته ده چې هنګو يوه مهم علاقه ده. په ابتدا کې د نوموړی په وژل کیدو د خلکو لخوا سخت رد عمل مخې ته راغلو او خلک ډېر خفه او غصه دي نو دوی په سیمه کې ګرځبندیز ولګاو“

پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري د فریدخان وژنه په کلکه غندلې ده. تېره ورځ په خپاره شوي بیان کې ولسمشر زرداري د فریدخان د وژنې په اړه د پراخو پلټنو امر کړی او د نوموړي له کورنۍ سره یې د غمرازۍ څرګندونه کړېده. فرید خان د ۱۱م مې په انتخاباتو کې په ازاد حثیت کامیاب شوی وو خو وروسته یې په پاکستان تحریک انصاف کې ګډون کړی وو.


فرید خان په ازاد حیثیت د صوبائي اسمبلۍ پې کې ۴٢ نه منتخب شوی و خو بیا يي د عمران خان تحریک انصاف پارټۍ کې د شمولیت فیصله وکړ.

د ١١ م مې په انتخاباتو کې فرید خان د جمیعت علما اسلام فضل الرحمان ډلې امیدوار عتیق الرحمان ته ماتي ورکړی وه.
XS
SM
MD
LG