د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان امریکايي هوايي مرستې ته اړتیا لري


وال سټریټ جرنل ورځپاڼه لیکي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د 2014م د ټاکل شوي وخت سره سم د امریکا جنګي رول په ختمېدو دې. په دې لړ کې میډیا داسې رپورټونه خپاره کړي دي چې د امریکا تر مشري لاندی د ایساف ځواکونو د هیلي کاپټرو د مرستې په غیر موجودګي کې به د افغان ځواکونو حوصلې او جنګي موثریت سخت اغیزمن شي. ورځپاڼه لیکي دغه اندازې په ثابتېدو دي.


ورځپاڼه ليکي په راتلونکي کې که د افغان زمکني ځواکونو نظام په اړه اندازې یو طرف ته کېښودل شي، نو کیدای شي تقریبا په پنځو ډویژنونو کې په هر یو کې به تقریبا 20 الوتکې وي.

چې په پای کې به په مجموعي توګه د نېټو تقریبا سل الوتکې د افغان پوځونو د ملاتړ د رول لپاره موجودی وي. دا به تر هغه وي تر هغوچې افغانان د دې متبادل صلاحیت و نه لري.

ورځپاڼه ليکي که چېرې په دې کچه د دوی مرسته ونه شي نو افغان پوځ به له سختو مشکلاتو سره مخامخ شي. ورځپاڼه تېر کال په پوځي کنډکونو کې د ناکامۍ طرف ته په اشاره کولو سره وايي، چې کیدای شي په دې کار سره په تېرو دولسو کلونو کې د امریکا ځاني او مالي نقصان بې کاره لاړ شي. نو ځکه ورځپاڼه د افغان ځواکونو مناسبه هوايي مرسته نه کول یوه غیر معقوله خبره بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG