د لاسرسي ځای

افغانستان کې د حقانې ډلې یو مشر کمندان وژل شوی


افغانستان کې ميشتو بهرنيوو سوله ساتو ځواکونو يا آيساف نن د دوشنبې پر ورځ په خپله یوه خبرپاڼه کې تاييد کړي چې د شنبې په ورځ يې د پکتيا په ګرديز کې د فیض الله په نامه د حقاني وسله والې ډلې يو مشر وژلی.


هغه د شهاب په نامه هم پيژندل کيده او د آيساف په خبره په سيمه کې د وسلو وړلو راوړلو کې لاس درلود. آيساف زياته کړي چې افغان ځواکونو پرون پکتيکا کې افغانستان دشمنه شل وسله وال وژلي او دوی ننګرهار کې يو طالبا قوماندان نيولی دی
XS
SM
MD
LG