د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی نور د پاکستان پر ځای پر هند تکیه کوي


فارن پالیسي مجله لیکي، د اپرېل پر ۲۴مه افغان ولسمشر حامد کرزي په برسلز کې د امریکا بهرنیو چارو له وزیر جان کیري او د پاکستان پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني سره ولیدل. د هغې غونډې یو خپور شوی تصویر ښيي چې د کرزي او کیاني خبرو پرمختګ نه وو شوی.


له طالبانو سره د روغې جوړې خبرو پر سر لا مخکې د افغانستان و پاکستان اړیکي خراب ول او تعلقات لا نور هغه وخت خراب شول چې پاکستان د ډېورنډ پر کرښې دروازه جوړه کړې وه. کرزي پاکستان ته وویل چې د ډېورنډ له کرښې سره نېږدې دې خپل پوځي تاسیسات لرې کړي.

مجله لیکي، کرزی څو څو ځلې په دې هیله په شا شوی دی چې له طالبانو سره به یې شخړه هواره شي خو دا ځل داسې ښکاري چې نور یې پر پاکستان د دې مسلې د هواري له پاره تکیه پريښې ده.

په مقاله کې راغلي دي، له کرزي سره یوه نېږدې کس ویلي، جنرال کیاني په دې اړه سلا شوی وو چې پر طالبانو به ټینګار وکړي چې په ښکاره له افغان حکومت سره خبرو ته تیار شي. د دې کس نوم نه دی ښودل شوی. د ده په وینا، د کیاني دې خبرې هم کرزی له دې و نه ګرځاوه چې د پاکستان له تر ټولو ستر دښمن یانې هنده مرسته وغواړي.

د مې میاشتې پر ۲۱مه کرزی هند ته لاړ او په نوي ډیلي کې یې له هندي چارواکو د پوځي سامان او وسلو غوښتنه وکړه. په دې سامان کې الوتکې هم شاملې دي.

فارن پالیسي مجله لیکي، په دې اړه نوي ډيلي یا کابل رسمي بیان نه دی ورکړی خو له کرزي سره نېږدې کسان وايي، هند یوه پوځي ډله افغانستان ته استوي چې د دې هیواد د پوځي ضروریاتو اندازه ولګوي.

د دې کسانو په اند، زیات امکان دا دی چې هند به افغانستان ته پوځي سامان او وسلې ورکړي.

تر یوې لسیزې هند په افغانستان کې د پرمختیايي او بیا رغاونې کار له پاره خپلې مرستې تر دوه اربه امریکايي ډالرو ساتلې وې خو ښايي اوس خپله مرسته په نورو برخو کې هم پراخه کړي.

مجله لیکي، هند فکر کوي چې په ماضي کې د پاکستان حساسیتونو ته پر درناوي سربېره هم پر هند او هندي وګړو حملې شوې دي. ان دا چې په افغانستان کې د یوې لویې لار د جوړولو پر وخت ۱۳۵ هندیان ووژل شول.

فارن پالیسي مجله د هند بهرنیو چارو وزیر له خولې زیاتوي: د هغې سړک ((د هر یو نیم کیلومیټر برخې جوړولو له پاره یې د یوه هندي ژوند له لاسه ورکړی دی.))
XS
SM
MD
LG