د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ډرون الوتکه یو باښه نه ده چې وویشتل شي."


ولسمشر آصف علي زرداري
ولسمشر آصف علي زرداري

کراچۍ : د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ویلي دروان کال د ستمبر په میاشت کې په پاکستان کې ترسره کیدونکو صدارتي ټاکنو ته هغه د دویم وار لپاره ځان نه کاندیدوي.


په بلاول هاوس کراچۍ کې د ځینو سیمه ایزو ټي وي چینلونو سره د مرکې په مهال نوموړي ویلي، هغه د نوي حکومت هرکلی کوي او که نوی حکومت غواړي چې د سختدریځو سره خبرې اترې وکړي نو لمړی باید په دوی کې سیاسي او جنګیالۍ ډلې سره بیلې کړي.

((که اوسنی حکومت له دغو قوتونو سره مذاکرات کول غواړي نو اول باید هغوی د دې پیژندګلوي وکړي چې په دوی کې سیاسي ډله کومه یوه ده او سخت دریځه ډله پکې کومه ده. دوی دې د سیاسي ډلې سره مذاکرات شورو کړي او د هغې له لارې دې د دوی انتهاپسنده ډله تر اغیز لاندې راولي،زما په خیال انتهاپسند له چا سره مذاکرات نه کوي ))

په قبایلي سیمو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو یا ډرون حملو په اړه د يوې پوښتنې په جواب کې د پاکستان ولسمشر وویل چې د دوی حکومت له امریکا سره په دې لړ کې هېڅ لوظنامه نه ده لاسلیک کړې . دی وایي هغه خلک چې د ډرون د راغورځولو خبرې کوي، هغوی دې ډرون رانسکور کړي د ډرون راغورځول د یوه بازویشتل خو نه دي ، سمه ده ډرون یو باز دی، تا وویشتو او راودې غورځوو، خو وروسته به څه کیږي؟ تاسو ته پته ده چې ستاسو صلاحیتونه او استعدادونه په دې لړ کې بیا څومره دي ؟))

په کراچۍ کې د بدامنۍ په اړه د یوې پوښتنې په جواب کې ولسمشر زرداري وویل چې له پښتونخوا او د ملک په نورو برخو کې د سیلاب له وجې ګڼ شمیر خلک کراچۍ ته کډوال شوي دي، او دکراچۍ ابادي ۳ کروړه ته لوړه شوې ده. په دوی کې غیر ریاستي عناصر هم دلته راغلي دي او د دې ښار د بدامنه کولو کوششونه کوي.

هغه وویل د پرویز مشرف په اړه کومه پریکړه کول د نوي حکومت کار دی، که حکومت د هغه د بخښنې خواست د ده په وړاندې یوسي نو هغه به په دې د لاسلیک کولو پابند وي.

نوموړي د ده په ضد جوړې شوې سویس مقدمې متنازعه وبللې او زیاته یې کړه چې د هغه په نظر د دغو مقدمو هېڅ اهمیت نشته.

ولسمشر اصف علي زرداري په پاکستان کې په لومړي ځل له یوه جمهوري حکومته بل جمهوري حکومت ته د واک په انتقال خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې په تیرو پنځو کلنو کې د دوی د ګوند ترڅنګ عوامي نېشنل پارټي، جمعیت علماء اسلام، مسلیم لیګ ن، ایم کیو ایم او ځینو نورو سیاسي قوتونو د جمهوريت په استحکام کې او اوس د واک په انتقال کې مرسته کړې ده.
XS
SM
MD
LG