د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستانیو انتخاباتو کې د ښځو رول


پراګ - په پاکستان کې دا ځل څه نا څه یو نیم سل ښځو د قامي اسمبلۍ له پاره په انتخاباتو کې برخه واخیسته او یواځې ۳۶ ته د پارټیانو لخوا ټکټونه ورکړل شول، دا شان ۳۱۳ ښځو د صوبایی اسمبلیو له پاره په انتخاباتو کې برخه واخیسته او ۱۵۵ و ته د سیاسي ګوندونو لخوا ټکټونه ورکړل شول.


په پیښور کې غیر دولتي ادارو په یو پروګرام کې چې پکې د صوبایي اسمبلۍ پخوانۍ ښځې غړې او د مدني ټولنې یو شمیرو کارکونکیو ګډون وکړ، پکې دا وویل شو، باید سیاسي ګوندونه ښځو له په انتخاباتو کې د سړو غوندې یو شان مواقعې ورکړي.

د پیمان ادارې مشره او د خیبر پښتونخوا پخوانۍ نګران د اطلاعاتو وزیره مسرت قدیم وایي، اکثره سیاسي ګوندونه ښځې په انتخاباتي کمپین کې شاملوي، خو وروستو ورته د پارټۍ لخوا ټکټ نه ورکول کیږي، نو په داسې حالاتو کې به بدلون څه رنګ راځي.

مسرت قدیم وایي:

(( باید الیکشن کمیشن سیاسي ګوندونو ته ووایي، چې دوی به کم از کم شل فیصدي ښځو ته ټکټونه ورکوي، ځکه چې دوی ښځو له حصه ورنکړي، او په مخصوصو سیټونو راشي، نو بیا به څنګ دوی د څه کولو جوګه کیږي. ))

بلخوا په تیرو انتخاباتو کې د خیبر پښتونخوا په لکې مروت ، دیر او د سوات په ځینو سیمو کې د ښځو په ووټ اچولو هم بندیز لګول شوی وو. د ښځو لپاره د خیر ښیګړې د یوې ادارې مشره شاد بیګم چې په تیرو انتخاباتو کې د دیر په یو شمیر سیمو ګرزیدلې هم وه، مشال ریډیو ته وایي، په دیر کې دا ځل هم ښځې د انتخاباتو د عمله لرې وساتلې شوې:

(( د دیر په تاریخ کې په ۲۰۰۱ کې ښځو ته لږه حصه ورکړل شوې وه، په ۲۰۰۸م کال کې او اوس بیا په ۲۰۱۳م کې هم سیاسي ګوندونو په خپل منځ کې یوه معاهده وکړه، او ښځې یی د انتخاباتي عمله بهر وباسلې))

په خیبر پښتونخوا او قبايلي سيمو يا فاټا کې د ۱۱مې مۍ په انتخاباتو کې یوې ښځې هم بریا نده تر لاسه کړې خو تر ټولو زیات ووټونه خورشید بیګم چې د عوامي نیشنل ګوند له اړخه د کوهاټ نه قامې اسمبلۍ ته ولاړه وه، ترلاسه کړې وو.
XS
SM
MD
LG