د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا مسلم لیګ به له ولس سره کړې وعدې پوره کړي؟


پراګ - په پاکستان کې د مې پر ۱۱مه په شویو انتخاباتو کې مسلم لیګ (ن) د پارلېمان اکثریتي څوکۍ تر لاسه کړې.


دې ګوند په خپل انتخابي کیمپېن کې د اقتصادي بد حالۍ، د توانایۍ بحران او ترهګرۍ د ستونزو هوارولو وعدې کړې وې.

د دې ګوند له مرکزي عمومي سېکرټر اقبال ظفر جګړا مې وپوښتل چې ایا له ولس سره د کړو وعدو د پوره کولو له پاره عملي پلان لري او که نه یوازې انتخابي ژمنې یې کړې دي؟

ده په ځواب کې وویل: ((موږ له ولس سره هغه وعدې کړې دي چې له پاره یې زموږ
ګوند باقاعده یو پلان لري. نو د انتخاباتي کیمپېن وعدې لفاظي نه وه بلکې موږ د ځمکنیو حقایقو په رڼا کې ژمنې کړې دي، لکه نواز شریف ویلي ول چې لوډ شیډنګ به په راتلونکو درو کالونو کې کم کړل شي. موږ دا نه دي ویلي چې په مکمله توګه به یې ختم کړو.))

تېر پينځه کاله په پاکستان کې د پيپلز ګوند په مشرۍ په مرکز کې اتحادي حکومت وو. په اوسنیو ټاکنو کې هغو ګوندونو چې اوس یې اکثریت تر لاسه کړی، پيپلز ګوند او د دې ملګري حکومتي ګوندونه یې د ټولو ستونزو ذمه وار ګرځولي ول.

د پيپلز ګوند یوه مشر او د اطلاعاتو له پخواني وزیر قمر الزمان کایره مې وپوښتل چې تاسې خو په حکومت کې پاتې شوي واست، مسلم لیګ (ن) چې کومې وعدې کړې دي ایا پوره کول به یې ممکن وي؟

کایره وايي: ((دا خبره یو حقیقت دی چې په ترقي پذیر (مخ پر ودې) هیوادونو کې مسلې زیاتې وي او د حکومتونو وسایل د هغې مطابق نه وي او د مشکلاتو ادراک هغه وخت کېږي چې کله ورسره مخامخ شي. په انتخابي منشورونو او کیمپېنونو کې خو له ولس سره ژمنې کېږي خو چې کله د هغو وعدو پوره کولو وخت راشي او هر ګوند چې په اکثریت کې راشي نو بیا ورسره غم شي چې کومې ژمنې یې کړې وې هغه پوره کېدای شي او که نه؟ د هغې مظاهره تاسې اوس کتلای شئ، له کله چې د میا نواز شریف ګوند مسلم لیګ اکثریت تر لاسه کړی دیو نو ورو ورو هغه وعدې یې چې په انتخابي کیمپېن کې کړې وې، د هغو تصحیح کوي، که هغه د ډرون بریدونو خبره وه، که له طالبانو سره د مذاکراتو، که د لوډشیډنګ او که د اقتصادي بحران خبره وه.))

په اسلام اباد کې مې د سیاسی چارو پوه او له خبر يال نصرت جاويده وپوښتل چې په انتخابي کیمپېن کې د سیاسي ګوندونو له خوا له ولس سره د کړو ژمنو او ځمکنیو حقایقو تر منځ څومره تړاو وي؟

نصرت جاوېد: ((په ټوګه نړۍ کې په جمهوري ټولنو کې د ټاکنو پر مهال یو خاص ډول ماحول وي. سیاسي ګوندونه له ولس سره وعدې کوي، لفاظي کېږي، د ټکو په زور ولس ته د هیلو د پوره کېدو تکرار کېږي چې څنګه د ولس رایې په خپل حق کې وکارول شي، خو چې کله هم دا سیاسي ګوندونه په حکومت کې راشي نو بیا هغوی ته مالومه وي چې په سېسټم کې له دننه پاتې کېدو سره د حکومت کاروبار چلېږي. نو په ټوله نړۍ کې د جمهوري ټولنو ولس د دې ماحول عادي دی. ښه جمهوریت هم دا دی چې حکومتونه خپله اییني موده پوره کړي او بیا ورته ولس د خپلو ووټونو په ذریعه یا د بیا حکومت کولو اختیار ورکړي او یا نه. په ټوله دنیا کې د جمهوریت همدا طریقه ده نو په پاکستان کې څنګه بدلېدای شي؟))

د اطلاعاتو پخوانی وزیر قمر الزمان کایره وايي، سیاسي ګوندونه په انتخابي کیمپېن کې تر یوه خاص حده، د ژمنو تر حده ولس دوکه کوي، خو د دې دا مانا نه ده چې یو سیاسي ګوند په ریښتینې مانا له ولس سره د درواغو وعدې کوي او یا هغه څه چې یې په وس کې یې وي، قصداً یې نه کوي.
XS
SM
MD
LG