د لاسرسي ځای


د پاکستان مسلم لیګ مشر میا نواز شریف د بلوچستان وزارت اعلا څوکۍ له پاره د نیشنل ګوند ډاکتر عبدالمالک نومولی دی.


د اتوار پر ورځ په مري کې د خبري غونډې پر وخت نواز شریف وویل، د بلوچستان ګورنر به د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا نومول کېږي.

د خبري غونډې پر وخت له میا نواز شریف سره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی او د نیشنل ګوند میر حاصل بزنجو هم ول.

اڅکزي خبریالانو ته وویل، دوی له شپږو لسیزو راهیسې له پنجابه ګیله من ول چې جمهوري رویه نه لري خو نن د نواز شریف له خوا جمهوري رویه وښودل شوه.

بزنجو پر دې موقع نواز شریف ته مننه وویله.

په بلوچستان کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې دي.

مسلم لیګ (ن)، نیشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بلوچستان کې ګډ حکومت جوړوي.

تر انتخاباتو وروسته په دې صوبه کې د وزیر اعلا نومولو په اړه اختلافات ول.
XS
SM
MD
LG