د لاسرسي ځای

رویټرز خبري اژانس لیکي، په افغانستان کې د خپلې پینځه کالنې واکمنۍ پر مهال طالبانو پر سینما بندیز لګولای وو. طالبانو ویل، سینما نا اسلامي ده.


پاکستاني طالبان هم د افغان طالبانو په څېر د پښتو سینما په اړه سخت دریځ لري. په پښتونخوا کې پر سینماګانو حملې شوې دي. درې سینما ګانې یا خو په بمونو والوځول شوې یا وسوځل شوې. همدا راز، د سینماګانو مخې ته چاودنې هم شوې دي. خو پر دې سربېره هم پښتو سینما موجوده ده او فلمونه جوړېږي.

په لیکنه کې راغلي، نا امنۍ د پښتو سینما ته تاوان رسولای دی. له دې سره سره، د هندي فلمونو رواج هم د پښتو فلمي صنعت ته تاوان رسولای دی.

مقاله کاږي، په دې ترځ کې بله مسله کلتوري یا ثقافتي ده. د پېښور یوه اوسېدونکي رویټرز اژانس ته ویلي: ((په خیبر پښتونخوا کې که یوه نجلۍ سندرې ووايي، نو کورنۍ یې وژني.))

دا کس چې نوم یې نه دی خپور شوی زیاتوي: ((خلک سندرې خوښوي، خو سندرغاړي یې نه دي خوښ.))

په مقاله کې راغلي، د پښتو فلمونه په لاهور کې جوړېږي. د دې فلمونو زیاتره موضوعات د مینې له کیسو څرخي او په کې د پښتنو پېژندګلوي او مېړانه ښودل کېږي. په دې فلمونو کې د فلم مرکزي کردار یا هیرو د منځني عمر کس وي، په وسلو سمبال وي او برېتونه یې پریښي وي. دی په فلمونو کې له ځوانو نجونو سره خپله مینه ښکاره کوي.

په لیکنه کې وروسته د پېښور ارشد سینما ودانۍ تصویر وړاندې کړل شوی دی. ارشد سینما زاړه دېوالونه لري، له چتونو یې د بجلۍ لوڅ تارونه ځوړند دي، تیاره په کې خپره ده او پروجیکټرونه یې لسیزې پخواني دي.

د سینما مخې ته یو اته پوړیز روغتیايي مرکز دی چې د یوې بلې سینما تر ړنګولو وروسته جوړ کړل شوی دی.

د ارشد سینما منېجر خالد خان رویټرز اژانس ته ویلي: ((خلک پښتو فلمونه ځکه خوښوي چې د پښتنو د ټولنې کیسې په کې بیان شوې وي.))

اژانس د خالد خان له خولې زیاتوي: ((خو چې کله رسنۍ د استخباراتي ادارو په حواله رپورټ ورکوي چې پېښور ته درې یا څلور ځانمرګي حمله کوونکي داخل شوي دي نو بیا سینما ته هیڅ کس نه ورځي.))
XS
SM
MD
LG