د لاسرسي ځای


اسعد اباد - د کونړ امني قومندان جنرال عبدالحبیب سیدخیل مشال راډیو ته وویل ملي پولیسو د اسمار او نورګل ولسوالیو کي د خپلو ځانګړو عملیاتو په نتیجه کي دهاوان یو شمیر مرمۍ او څومیله وسله نیولي ده.


((۳۵ دهاوان توغندۍ مو لاسته راوړي دی.دهغي یوه اندازه سرګولولي او څلور میله وسلي او مهمات مو دبیلابیلو تالاشیو په نتیجه کي چي داستخباراتي راپورونو په اساس مو ایجاد کړي وي . د اسمار او ورګل ولسوالیو کی ملي پولیسو ترلاسه کړي دي.))

هغه وايي همداراز يي دوه تنه طالبان چي په پاکستان کي يي په مدرسه کي زده کړي ترسره کړي وي او اوس يي غوښتل چي طالبانو سره په کونړ عملي بریدونه اجرا کړي نیولي دي.

((کوم دوه کسان چي تاسو وینئ دحقاني ډلي پوري تړاولري چي دیني زده کړي يي په پاکستان کي ترسره کړي دي .او اوس يي غوښتل چي دطالبانو ترڅنګ زموږ خلاف په عملي بریدونوکي برخه واخلي .دوي موږ ته اقرار هم کړی دی.
دکوم محلي پولیس په کور کي چي ماین پیدا شوی پلار او ورونو يي طالبانو سره تماس درلوده ټول مو نیولي .او محلي پولیس مو ځکه نیولی چي ولي يي حکومت ته خبر نه ورکاوه.))

خو نیول شوي دوه طالبان چي سپیني پګړۍ يي په سر اوږده ویښتان يي پري ایښي او سپیني نرۍ جامي يی په تن دي وايي دوي په څوکۍ ولسوالۍ کي د مولوي شهزاده شاهد مدرسي ته د زده کړو لپاره تلل:

((موږ چي کومې خبري کړي راباندي فشار و پولیسو به راته وییل چې ووایه موږ جهاد ته راغلیو او داسي ډیر موږ خوشی کړي . راته یی وویل که داخبری ونکړئ نو ستاسو ويښتان او پګړۍ به وسیزو .نوري ډیري بدي خبري يي راته کړي دي .))

دغه کسان وايي دوي بي ګناه دي او طالبانو سره هیڅ ډول اړیکي نلري .
XS
SM
MD
LG