د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو پلاوی ایران ته تللی دی


کابل/تهران - د ایران د نیمه دولتي خبري اژانس (فارس) وايي، تهران ته د طالبانو یو لوړ پوړی پلاوی تللی دی.


وروسته بیا اسوشي اېټېد پرېس اژانس هم د فارس په حواله وویل چې د طالبانو تللي پلاوي د ایران د استخباراتو له یو شېیر چارواکو سره کتلي دي.

په خبر کې ویل شوي، تهران ته د طالبانو د تللي پلاوي مشري سید طیب اغا کوي.

خو په دې ارتباط نور تفصیل نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان د سولې عالي شورا پرون (شنبه) مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه په مطبوعاتو کې خپاره شوي رپوټونه ورته رسېدلي خو دا خبر نه شي تاییدولای.

د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو د کمیټې مشر حبیب الله فوزي مشال راډیو ته وویل :

((موږ رسمي او دقیق خبر نه لرو. خو طبیعي خبره ده چې په افغانستان کې راتلونکي دوه کاله تغیرات راتلونکي دي، او تر ۲۰۱۴ کال وروسته چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي نو نړیواله ټولنه او ګاونډي هیوادونه ټول هڅه کوي چې د افغانستان د سولې، د امنیت او ټیکاو په هکله ځان مطمن کړي. ایران هم په دې اړه دلچسپي لري چې تر ۲۰۱۴ کاله وروسته پر حالاتو ځان خبر کړي او بیا طالبان د افغانستان په راتلونکې کې مهم رول لري.))

اسوشي اېټېډ پریس د فارس خبري اژانس په حواله وايي چې د تهران ته دا پلاوی په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتره ورغلی.

تر اوسه د سفر هدف هم نه دی څرګند شوی.

د ایران حکومت تر دې مخکې ویلي ول چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په پروسه کې همکارۍ ته تیار دي.

خو د ایران شیعه رژیم پر اکثریتي سني طالبانو څومره نفوذ لري او د دواړو خواوو اړیکي څنګه دي؟

په دې اړه د طالبانو یو پخوانی قوماندان سید اکبر اغا مشال راډيو ته وايي چې ایران ته تګ به د طالبانو له پاره سیاسي ګوزار وي او په ایران کې د طالبانو نه موجودیت په خپله د دې څرګندونه کوي چې له طالبانو سره یې تاوده اړیکي نه شته.

سید اکبر اغا په ایران کې د یو شمېر افغانانو وروستیو اعدامونو ته په اشاره وویل:

((زه فکر نه کوم چې دا پلاوی دې ایران ته تللی وي. زما په فکر دا به د طالبانو له پاره هم یو سیاسي [ګوزار] وي ځکه د افغانستان ولس له ایران څخه خپه دی، کرکه ورڅخه لري نو په دې نسبت زه فکر نه کوم چې طالبان به زړه ښه کړي چې ایران ته ورسي.))

د افغانستان د سیاسي چارو یو څيړونکی وحیده مژده وايي، طالبانو په ۲۰۱۰ کال کې هم د ملا برادر اخوند په مشرۍ له پاکستانه پرته د افغانستان له نورو ګاونډیو لکه ایران سره د اړیکو ټینګولو هڅه کړې وه.

خو د ښاغلي مژده په وینا دا هڅې د پاکستان له خوا شنډې شوې.

((تر هغه وروسته ایرانیان دې نتیجې ته ورسیدل چې د طالبانو تحریک غواړي چې یو خپلواک دریځ ولري او نور نه غواړي چې د پاکستان د لاس اله وي، نو دا اړیکې یې تشویق کړې. په نتیجه کې افغان طالبان کولای شي چې ځیني وختونه ایران ته ولاړ شي او له چارواکو سره وګوري.))

وحید مژده څوکاله مخکې په ایران کې د (بیدار اسلامي) په نوم کنفرانس ته اشاره کوي چې ده هم ګډون په کې درلود.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو یوه پخوانی قوماندان جنرال ستنلي مک کرستل ویلي وو چې ایران په افغانستان کې وسله والو طالبانو وسلې او جنګي مهمات ورکوي.

د افغان حکومت یو شمیر سرچینو هم ادعا کړې وه چې ایران وسله والو طالبانو ته د وسلو او مالي مرستې کوي.

خو ایران دا تورونه ردوي.
XS
SM
MD
LG