د لاسرسي ځای


کابل - د ناټو په مشرۍ سوله ساتو ځواکونو (ایساف) د خالي (شنبې) پر ورځ وویل چې په دوو بيلا بيلو حملو کې یې دوه عسکر او یو ملکي مامور وژل شوي دي.


د ایساف خبر پاڼه وايي چې دواړه حملې د افغانستان په ختیځ کې شوې خو د پيښې نور تفصيل او د وژل شویو عسکرو پيژنګلو یې نه ده څرګند کړي.

بلخوا په غزني ولايت کې د سباوون په نوم د وسله والو طالبانو یو مهم قوماندان نیول شوی دی.

دا خبر د شنبې پر ورځ د جرمني خبري اژانس (DPA) د پولند د پوځي چارواکو په حواله خپور کړی دی.

په خبر کې ویل شوي چې د طالبانو دا قوماندان د پولنډي او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې نیول شوی دی.

خبر وايي، سباوون په سیمه کې پر افغان ځواکونو او د ناټو پر عسکرو په زیاتو بمي حملو او د وسلو په کاروبار کې لاس درلود .

افغان او د ناټو په مشرۍ نړیوال ځواکونه له دوو کلونو راهیسې د دې قوماندان په لټه کې وو .

د ناټو په مشرۍ (ایساف) د هلمند په مارجه ولسوالۍ، د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ او د کندهار په شاولي کوټ کې هم د طالبانو د یو شمیر قوماندانانو او ماین خښوونکو د نیولو خبر ورکوي.
XS
SM
MD
LG