د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې سبا د قامي اسمبلۍ سپیکر ټاکل کېږي


د پاکستان د قامي اسمبلۍ د سپيکر او ډپټي سپيکر انتخاب د دوشنبې پر ورځ کېږي.

د پاکستان دولتي ټيلي وژن له رپورټ سره سم، مسلم ليګ نواز ګوند سردار اياز صادق، تحريک انصاف ګوند شهريار اپريدی او متحده قامی موومنټ عبدالرشيد ګوډیل د سپيکر څوکۍ له پاره نومولي دي.

همدا راز د جون پر پینځمه به د هیواد د نوي وزيرعظم انتخاب کېږي.

د مسلم ليګ (ن) ډلې پارلېماني کمېټۍ میا نواز شریف، پيپلز ګوند مخدوم امين فهيم او تحريک انصاف مخدوم جاويد هاشمي د وزيراعظم څوکۍ له پاره نومولي دي.

د شنبې پر ورځ د پاکستان قامي، پنجاب او بلوچستان صوبايي اسمبلیو نویو منتخب شوو غړو د خپلو څوکیو سوګند وکړ.

د مې ۱۱ نېټې تر انتخاباتو وروسته د شنبې پر ورځ د پاکستان د نوې قامي اسمبلۍ وړومبۍ غونډه وشوه.
سپيکرې فهميده مرزا د اسمبلۍ له غړو سوګند واخیست.

بلخوا د پنجاب اسمبلۍ په ۳۷۱ غړو کې ۳۶۳ غړو هم د شنبې پر ورځ د خپلو څوکیو لوړه وکړه.

همدا راز، د بلوچستان اسمبلۍ غونډه هم د شنبې پر مازیګر وشوه او ۵۶ غړو سوګند کړی خو د يو ګوند له خوا هم د وزير اعلا څوکۍ له پاره کانديد نه دی نومول شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG