د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اسمبلۍ غړو د خپلو دندو سوګند وکړ



کوټه - د بلوچستان د لسمې اسمبلۍ غونډه نن د خالي په مازیګر د بلوچستان اسمبلۍ په ودانۍ کې وشوه.


په غونډه کې د مې ۱۱ نېټې په ټول ټاکنو کې منتخب شویو نویو غړو د خپلو دندو لوړه وکړه.

د اسمبلۍ غونډه د سپیکر مطیع الله اغا په مشرۍ وشوه.

د بلوچستان اسمبلۍ دا غونډه په داسې حال کې شوې چې تراوسه دا لا هم مالومه نه ده چې د دې نوې منتخب شوې اسمبلۍ قايد ايوان يا وزیراعلا به څوک وي.

که څه هم د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، مسلم لیګ ن او نیشنل ګوند له خوا په ګډه د حکومت د جوړېدو اعلان شوی، او هم پښتونخوا ملي عوامي ګوند د نيشنل ګوند د مشر ډاکټرعبدالمالک بلوڅ نوم د وزیراعلا له پاره غوره کړی، خو په مسلم لیګ ن کې بیا د ياد ګوند د څلورو غړيو د وزارت اعلا له پاره هلو ځلو د دې فیصلې د ځنډېدو لامل شو.

او اوس د بلوڅو او پښتنو ملتپالو حکومتي ګوندونو دا فیصله د مسلم لیګ ن مشر میا نواز شریف ته پرې ايښې، او زیاتوي چې هغوي څوک غوره کړ، هم هغه به د دې صوبې اعلا وزیر وي.

هلته د رايې ونډ په دې غونډه کې شريک يو سیاستوال د نه نوم نه ښوولو په شرط وویل؛ د مسلم لیګ ن مشر او اکثره غړي يې د بلوڅ ملتپال ډاکټر عبدالمالک په نامه متفق شوي، او په نن سبا کې به يې د وزیراعلا بلوچستان په توګه د نامه اعلان وکړل شي.

له دې سره په بلوچستان د بلوڅو يوه بل متپال بلوچستان نیشنل ګوند مینګل ډلې د صوبايي او قامي اسمبلۍ په ننۍ غونډو کې د نه ګډون اعلان کړی وو. دې ګوند د دې دا لامل ښودلی چې په ټول ټاکنو کې درغلۍ شوې دي.

دا ګوند زیاتوي د دوی د ګوند يوه مهمه غونډه به د جون په دویمه نېته په کوټه کې کېږي، چې په هغه کې به د راتلونکې وخت له پاره په اسمبليو کې د ګډون يا نه ګډون پرېکړه وشي.

ياد ګوند د بلوچستان دوه څوکۍ او د قامي اسمبلۍ له پاره يو سيټ ترلاسه کړی دی.
XS
SM
MD
LG