د لاسرسي ځای

په خیبر و کورمه کې ۱۹ وسله وال وژل شوي دي


د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (آی اېس پي آر) وايي، د جمعې پر ورځ د قبایلي سیمې کورمې په پاړه څمکنیو او د خیبر په تیرا، میدان کې د وسله والو پر ضد په عملیاتو کې یو پوځي افسر او ۱۹ وسله وال وژل شوي دي.

د پوځ مطبوعاتي دفتر بیان وايي، په عملیاتو کې له وسله والو ډېر مهم ځایونه او د غرونو څوکې بیرته اخیستل شوې دي.

بیان وايي، په دې کار روایۍ کې پوځ د وسله والو مهم مرکزونه هم ړنګ کړي دي.

په دې اړه لا نه وسله والو څه ویلي او نه هم ازادو سرچینو د پوځ د ادعاوو پخلی کړی دی.

په دې وروستیو کې په تیرا، میدان کې د تحریک طالبان پاکستان او لشکر اسلام ډلو وسله والو زیاتره سیمې نیولې وې چې له کبله یې په سلګونه کورنیو له سیمې کډې وکړې او د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو ځایونو کې مېشت شول.
XS
SM
MD
LG