د لاسرسي ځای

تازه خبر

قرغزستان: د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ اخ و ډب


د قرغزستان په شمال کې د دغه هیواد د سروزرو لوی کان ته نژدې د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ اخ وډب وشو.
تر پیښې وروسته په سیمه کې بیړنی حالت اعلان شو. پرون چې کله د ( کوم تور) په نامه د سروزرو يو کان ته څیرمه مظاهره وشوه نو لږ تر لږه پنځوس تنه ټپیان شول او تر اتیا ډير نور ونیول شول.
مظاهره کوونکي د دغه کان د ملي کیدو غوښتنه کوي او د دې کان استخراجونکی کاناډایي شرکت تورنوي چې هم لږه مالیه ورکوي او هم چاپیریال خرابوي.
د کوم تور په نامه د سروزرو کان د قرغزستان د ټول اقتصاد نژدې دولس فیصده تشکیلوي.
مظاهره کوونکو پرون د دوهم ځل له پاره د کوم تور پر کان بریښنا قطع کړه او هلته نژدې یې د بریښنا پر مرکز برید وکړ.
دغه مظاهرې د قرغزستان بل شمالي ښار جلال اباد ته هم خپرې شوې دي او په دې ښار کې مظاهره کوونکي دولتي دفترونو ته ورننوتې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG