د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه او خیبر عملیات، ۱۹ وسله وال وژل شوي


لواړګی - د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (آی اېس پي آر) وايي، د جمعې پر ورځ د قبایلي سیمې کورمې په پاړه څمکنیو او د خیبر په تیرا، میدان کې د وسله والو پر ضد په عملیاتو کې یو پوځي افسر او ۱۹ وسله وال وژل شوي دي.


د پوځ مطبوعاتي دفتر بیان وايي، په عملیاتو کې له وسله والو ډېر مهم ځایونه او د غرونو څوکې بیرته اخیستل شوې دي.

بیان وايي، په دې کار روایۍ کې پوځ د وسله والو مهم مرکزونه هم ړنګ کړي دي.

په دې اړه لا نه وسله والو څه ویلي او نه هم ازادو سرچینو د پوځ د ادعاوو پخلی کړی دی.

په دې وروستیو کې په تیرا، میدان کې د تحریک طالبان پاکستان او لشکر اسلام ډلو وسله والو زیاتره سیمې نیولې وې چې له کبله یې په سلګونه کورنیو له سیمې کډې وکړې او د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو ځایونو کې مېشت شول.

له تیرا بې کوره شوی یو کس زرغون شاه اپریدی وايي: ((طالبانو را باندې توغندي را و ویشتل. هلته مرګ ژوبله وشوه، د عمر خونې [له موږ] ډکې پاتې شوې. مالونه څاروي، غلې او ګردې هم پاتې شوې، له ځانه سره مو هیڅ نه دي راوړي.))

له تیرا سره په باړې کې هم له اوږدې مودې راهیسې د وسله والو پر ضد عملیات روان دي.

د دې له کبله ولسي وګړو ته د سر و مال زیان ور په برخه شوی دی او لسګونه زره کډوال یې د پښتونخوا په کیمپونو او ښارونو کې پراته دي.
XS
SM
MD
LG