د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد: کوتر بازان زیات شوي، لامل یې ښه امنیت دی


جلال اباد - د افغانستان ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د کوترو ساتونکي شوقيان وايي، د پخوا پرتله په دغه ښار کې د کوترو ساتل، الوځول او په جنګ اچول زيات شوي چې وجه يې په سيمه کې د امنيت ټينګښت بولي.


د جلال اباد ښار ډنډ غاړې ته څېرمه د هرې جمعې پر ورځ د مارغانو بازار لګي چې د هر ډول مارغانو شوقيان ورته ورځي او له خپل ذوق سره سمې مرغۍ اخلي.

دغه بازار ته ګڼ شمېر کوتر بازان هم ورځي چې د کوترو په اخيستو او خرڅولو يې بازار ګرم کړی وي.

د سليمان شاه په نوم يو ۳۵ کالن کوتر باز وايي، د تېرو کلونو په نسبت اوس په جلال اباد کې د کوترو ساتل او شوق زيات شوی دی.

((پخوا به زموږ په وطن کې د کوترو شوق ډېرو کمو خلکو کاوه. د کوترو ډېر حفاظت کېږي. د شپې ورته سولرې لګوي، رڼاګانې ورته جوړوي، دانه ورکوي، بله دا چې سېل يې والوځول شي، نو له يو بل سره مقابله کوي، ستا له سېل يې دوه درې ځان سره خپل کورته را ښکته کوي، له ۱۰۰ نيولې تر ۲۰۰ پورې سېل مقابلې ته الوځول کېږي. له نورو کوترو چې لاره غلطه شي نو له بل سېل سره ښکته شي.))

د روح الله په نوم د يو بل تن کوترباز وايي، پخوا د جنګونو له وجې کوترې هم ورکې شوې او خلکو يې شوقونه هم پرې ايښې ول، خو اوس چې امنيت د ډاډ وړ شوی يو ځل بيا د کوترو الوځولو شوق په خلکو کې پيدا شوی دی:

((اوس ارامي ده. خلک هر شوق کوي. د کوترو بازار اوس له پخوا ډېر ښه دی. کوترې قسماقسم دي، ځینې سوس پتين دی، ځینې سياه پتين دی، ځینې چپ دی، ځینې دو چپ دی، امري دي، زرد شېرازي دي، د عامو کوترو جوړه په ۶۰ روپۍ خرڅېږي، او ښې کوترې چې دي له ۵۰۰۰ افغانيو نيولې، تر ۵۰۰۰۰ افغانيو پورې قيمت لري.))

دا چې د کوتر نسل څنګه روزل کېږي، د رشيد په نوم يو بل کوترباز يې راته وايي:

((د کوترو يو خېل دي چې پرش ورته وايي، هغه ۵۰، ۶۰ دانې هوا الوځول کېږي، يو ذات يې داسې دی چې جوړه جوړه اخيستل کېږي، وزرونه ترې قينچي کېږي او په کور کې ساتل کېږي، بچي اچوي. يو قسم ملاقي دی، چې د کوټې په سر ورته کوډلې جوړېږي او همدلته ساتل کېږي او نسل ته يې وده ورکول کېږي.))

اوسمهال نه يوازې دا چې په جلال اباد ښار کې د کوترو ساتل او جنګول رواج لري بلکې د مړزانو او زرکو ساتل او جنګول هم دود دي او د بېلابېلو نسلونو مارغانو د ساتلو شوقيان هم شته دي.
XS
SM
MD
LG