د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان قامي اسمبلۍ غړو سوګند وکړ


د پاکستان قامي او د پنجاب صوبايي اسمبلیو نوو منتخب شوو غړو نن د خپلو څوکیو سوګند پورته کړ.

د مې ۱۱ نېټې تر انتخاباتو وروسته نن د پاکستان د نوې قامي اسمبلۍ وړومبۍ غونډه پیل شوه.

سپيکرې فهميده مرزه د اسمبلۍ له غړو سوګند پورته کړو.
د پاکستان په ۶۶ کالن تاريخ کې دا وړومبی ځل دی چې يوه ټاکل شوي پارلېمان خپل وخت پوره کړی او د نویو منتخبو استازو اسمبلۍ ته کار سپارل شوی دی.
د پاکستان الېکشن کمېشن د اسمبلۍ د ۳۳۳ غړو د کاميابه کېدو نوټيفيکېشن جاري کړی دی.
د جون په درېيمه نېټه به د سپيکر ، ډپټي سپيکر او د جون پر پینځمه به د هېواد د نوي وزيرعظم انتخاب کېږي.
تمه څرګندېږي چې تر ټولو زياتې څوکۍ تر لاسه کوونکي ګوند مسلم ليک (ن) ډلې مشر نواز شريف به په درېيم ځل د هېواد وزيراعظم شي.

بلخوا د پنجاب اسمبلۍ نویو منتخب شوو غړو هم د خپلو څوکیو لوړه وکړه.

سپيکر رانا اقبال د اسمبلۍ په ۳۷۱ غړو کې له ۳۶۳ غړو حلف واخیست.

همدا راز، د بلوچستان اسمبلۍ غونډه هم نن کېږي خو د يو ګوند لخوا هم د وزير اعلا څوکۍ له پاره کانديد نه دی نومول شوی.

د اسمبلۍ په غونډه کې به نوي ټاکل شوي غړي سوګند کوي.

سپیکر مطیع الله آغا به د غونډې مشري کوي.

هلته بلوچستان نيشنل ګوند مينګل ډلي د دې اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون نه کولو اعلان کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG