د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا و سیند خپل نوي اعلا وزیران وټاکل


پروېز خټک د خیبر پښتونخوا او قایم علي شاه د سیند اعلا وزیر
پروېز خټک د خیبر پښتونخوا او قایم علي شاه د سیند اعلا وزیر

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د اکثریتي څوکو تر لاسه کونکي ګوند پاکستان تحریک انصاف خپل راتلونکې اعلا وزیر پرویز خټګ وټاکلو.


د وزیراعلي د چوکۍ لپاره د پنجشنبې پر ورځ د پي ټي آی پرویز خټک، د جمعیت علما اسلام مولانا لطف الرحمان او د پاکستان مسلیم لیګ ن وجیح الزمان درخواستونه جمع کړي ول خو وروسته د مسلیم لیګ ن غړی د جمعیت علما اسلام حمایت وکړ.

پرویز خټګ له ۱۲۱ پارلماني غړو نه د ۸۴ رایو په خپلولو سره بریالی شو، چې ورته د قومي وطن پارټۍ، جماعت اسلامي او نورو آزاد امېدوارانو ملاتړ حاصل دی.

له هغه سره په سیالي کې ولاړ د جمعیت علما‌ اسلا م ف مولانا لطف الرحمن چې د مولانا فضل الرحمن ورور دی ټولټال ۳۷ رایې یووړې.

د زیارت پر ورځ د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ په غونډه کې د پاکستان تحریک انصاف اسد قصیر سپیکر او امتیاز قریشي مرستیال سپیکر وټاکل شو.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ له ټولو پارلماني غړو څخه پاکستان تحریک انصاف ۵۵ څوکۍ لري. جمعیت علماء اسلام (ف) و پاکستان مسلیم لیګ ن نے ۱۷، ۱۷،قومي وطن پارٹي ۱۰ ، جماعت اسلامي۸ ، عوامي نیشنل پارٹي و عوامي جمہوری اتحاد ۵،۵ پاکستان پیپلز پارٹۍ۴، ټول پاکستان مسلیم لیگ یو او دوه آزاد امیدواران دي.
سیند اسمبلۍ خپل اعلی وزیر وټاکلو
د سیند صوبې لپاره د پیپلز ګوند لخوا نومول شوی تن سید قایم علي شاه اعلا وزیر ټاکل شوی دی . نوموړی په دریم وار د یادې صوبې اعلی وزیر منتخب شوی دی . قایم علي شاه د جمعې په شپه د خپلې دندې لوړه وکړه . د سیند صوبې ګورنر عشرت العبار له نوموړي څخه حلف واخیستو .

له دې مخکې په سیند اسمبلۍ کې اغاسراج دراني سپیکر او میرمن شهلا رضا مرستیاله سپیکره وټاکل شوه . د دې اعلان د سیند صوبې د اسمبلۍ پخواني سپیکر نثار ګوړو وکړو.

(( اغاسراج دراني ته د سپیکر د چوکۍ لپاره ۸۷ ووټونه ورکړل شوي دي. بل کاندید عرفان الله خان مروت دی ، هغه ۱۸ رایې او خواجه اظهارالحسن ۴۸ ووټونه اخیستلي دي . ټولټال ۱۵۵ ووټونه کارول شوي چې دوه پکې خارج شوي دي))

اغا سراج دراني د پیپلز ګوند لخوا نومول شوی و، عرفان الله خان مروت د مسلیم ن اومسلیم لیګ فکشنل شریک کاندید، او خواجه اظهار الحسن د متحده قامي مومنټ نومول شوی کاندید و.
د مرستیال سپیکر لپاره ۱۵۲ ووټونه کارول شوي و، چې د هغې له جملې څخه د پیپلز ګوند شهلارضا ۸۶ ووټونه واخیستل او کامیابه اعلان شوه .

په سند اسمبلۍ کې په اپوزیشن ګوندونو کې تر ټولو زیاتې ۴۸ چوکۍ متحده قامي مومنټ ته ترلاسه دي . ددې نه علاوه مسلیم لیګ فکشنل د ۱۰ چوکیو،مسلیم ن د ۹ سیټونو او تحریک انصاف د ۴ چوکیو په لرلو سره د اپوزیشن ګوندونه دي .

د قانون ترمخه د اپوزیشن د مشر چوکۍ په حزب اختلاف کې د ټولو نه لوي ګوند ته سپارل کیږي . متحده قامي مومنټ ددغې چوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د خپل ګوند رهنما فیصل سبزواري نومولی دی .

بلې خوا د سند صوبې د نګران حکومت د رخصتیدو نوټیفکیشن هم د جمعې په شپه جاري شوی دی او د سند د صوبايي کابینې ۷ وزیرانو د خپلو دندو لوړه کړې ده .

یاده دې وي په تیرو دوو حکومتونو کې د شاملیدو روسته ایم کیو ایم ګوند په لمړي ځل په سند صوبه کې د اپوزیشن په چوکیو د کیناستلو فیصله کړې ده . دا کرت پیپلز ګوند په یوازې په سند صوبه کې حکومت جوړ کړی دی . سند اسمبلۍ کې ټولټال ۱۶۸ چوکۍ لري چې دا ځل پکې خواوشا ۷۰ چوکۍ د اپوزیشن ګوندونو ګټلي دي .
XS
SM
MD
LG