د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست په ټولو ولسوالو کې نوې امنیتي پوستې جوړېږي


نجیب الله الوخیل

د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې په نږدې ټولو ولسوالیو کې به شل ، شل ثابتې او ټاکلې امنیتي پوستې جوړې شي او په دې توګه به نه یوازې د ولسوالیو امنیتي حالت تر پخوا ډاډمن شي، بلکې دا به د وسلوالو د تګ او راتګ مخه ونیسي د چارواکي له خبرې دا به په ټولیزه توګه به پر دولت د خلکو باور پیاوړی کړی، همدارنګه یاد تدابیر به د راتلونکو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو انتخاباتو د امنیت په خوندیتوب کې هم پوره مرسته وکړي او په ټولټاکنو کې به د خلکو فعالې ونډې ته لاره هواره کړي.


د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالقیوم باقي زوی، چې د خپلو اړوندو پولیسو امرینو او قوماندانو ته خبرې کولې،وویل چې ډېر ژر به په خوست کې سیمه ییز پولیس په فعالیت پیل وکړي او په خپلو کلیو کې به په دندو وګمارل شي، دوی به یو شمیر نوې امنیتي پوستې هم په بیلابیلو ولسوالیو کې جوړې کړي:

موږ په ډېر لږ وخت کې په خوست کې ولسونو ته د سیمه ییزو پولیسو د فعالیت زیرۍ ورکوو، د دوی تشکیلات منظور دي،تر موږه رارسیدلي دي، یوازې پرانیسته يې پاتې ده، سیمه ییز پولیس د دښمن ملا ماتونکې ځواب دی."

باقي زوی زیاتوي،چې راتلونکو ټولټاکنو لپاره تر ټاکلو 175 انتخاباتي حوزو د دوی تیارۍ ډېر دی او دوی به خلکو ته د رايې اچونې داسې شرایط برابر کړي، چې خلک وکولای شي په اسانۍ او ډاډمن حالت کې په یاد ملي بهیر کې برخه واخلي:

"که څه هم موږ په خوست کې د انتخاباتو لپاره 175 درايې اچونې مرکزونه لرو، خو زموږ چمتووالۍ الحمدالله تر دې ډېر دی، زموږ پولیس په ټولیز ډول دې ته اماده دي، چې د رایې اچونو د حوزو امنیت او د ولس امینت خوندي کړي. موږ به خلکو ته دا زمینه برابره کړو چې د خپلې خوښې وړ کاندید ته د خپلو خلکو لپاره او د خپل وطن لپاره په خپل لاس او په خپله ژبه وټاکي. "

د یادونې وړ ده د خوست امنیتي چارواکي داسې مهال د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د نویو تیاریو خبره کوي، چې په دې وروستیو کې د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د دولت د وسلوالو مخالفینو بریدونه ډېر شوي دي.
XS
SM
MD
LG