د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالب کمندان وژنه د اوباما نوې تګلارې برخه؟


په ډرون برید کې وژل شوی طالب کمندان ولي الرحمان مسود
په ډرون برید کې وژل شوی طالب کمندان ولي الرحمان مسود



فارن پاليسي مجله ليکي، په وزيرستان کې د چارشنبې ډرون بريد د امريکا د ولسمشر براک اوباما د هغې تګلارې تر څرګندولو يوازي شپږ ورځې وروسته تر سره شو چې يو شمېر پوښتنې يې راولاړي کړي دي چې آيا اوباما پر خپلې تګلارې عمل وکړی يا که يې سرغړونه ورڅخه وکړه؟ اوباما په خپله وينا کې ويلي و چې په ډرون بريدونو کې به کموالی راولي او هڅه به کوي چې ولسي وګړو ته زيان پکې ونه رسيږي.


مجله ليکي، اوباما د ترهګرۍ ضد کړنلارې د وينا پر وخت ويلي و چې لومړی بايد د القاعده او د هغوی ملګرو ته ماتې ورکړل شي. په دې لړ کې د ډرون بريدونو د کارولو په اړه اوباما وويل چې د کورني او نړيوال قانون تر مخه امريکا له القاعده، طالبانو او او د دوی له ملګرو سره د جنګ په حالت کې ده. نوموړي ويلي و چې دی به نه يوازي د القاعده د جګپوړو غړو وژنې ته دوام ورکوي بلکې د هغو ډلو په ضد به هم جنګيږي چې په افغان جنګ کې پر ايتلافي ځواکونو د بريدونو ملاتړ کوي.

مجله زياتوي، اوس پوښتنه دا راپورته کيږي چې آيا ولي الرحمان يو مخامخ خطره وه که نه؟ مجله ليکي، د تيري اونۍ په اسنادو کې دا په څرګند ډول نه دي ليکل شوي چې د مخامخ خطرې مانا څه ده؟ که چيري سپينه ماڼۍ هغه ټول کسان او ډلې په دې کې حسابوي چې د امريکايانو لپاره خطر کېدای شي نو بيا خو د دې ساحه ډېره پراخېدای شي. مجله ليکي، د مخامخ خطرې لپاره د يو داسې تعريف ته اړتيا ده چې تر مخه يې هغه کسان په دې کې شامل شي چې د يو داسې ډلې غړيتوب ولري چې د امريکا په ضد دسيسې جوړوي.
XS
SM
MD
LG