د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد: پر سره صلیب ودانۍ برید یو ساتونکی مړ



د چهارشنبې په مازيګر شاه وخوا پنځه نيمې بجې په جلال اباد ښار کې د سره صليب نړيوالې مرستندويه ادارې پر ودانې ډله ييز بريد وشو چې له امله يې د دغه ادارې يو تن افغان ساتونکي وژل شوی او يو تن بهرنی کارکوونکي يې ژوبل شوی دی.


د ننګرهار د امينې قوماندان محمد امين شريف د پېښې په ځای کې خبريالانو ته وويل، چې څو تنو بريدګرو د سره صليب په ودانې بريد وکړ چې په لومړي سر کې يې يو تن ساتونکي په ډزو وويشته او بيا ودانې ته ننوتل، هلته يې يوه چاودنه وکړ ه چې د سره صليب يو تن بهرنی کارکن په کې ژوبل شو.

دی وايي، چې د امنيتي ځواکونو او بريدګرو تر منځ دوه ساعته نښته وشوه چې د نښتې په دوران کې يې د سره صليب څلور تنه نارينه او دوه تنه ښځينه کارکوونکي روغ رمټ را وايستل او خوندي ځای ته يې وليږدول.

نوموړي دا ونه ويل چې بريدګر څو تنه وو او څنګه له منځه لاړل؟ خو زياتوي چې د پېښې په ځای کې مړي ونه موندل شول او يوازې د انسان غوښې ليدل کېږي.

د سره صليب نړيوالې ادارې ودانۍ د خلکو د کورونو په منځ کې موقعيت لري، له امنيتې ادارو سره انديښنه پيدا شوې چې کېدای شي بريدګرو به په شاه خوا کورونو کې پناه اخیستې وې.

د ننګرهار د امنيت مسوول سمونوال محمد معصوم هاشمي وايي ، چې په بريدګرو پسې يې په ښار کې د پلټنې عمليات پيل کړي.

په دغه پېښه کې د سره صليب یو څو ګاډي د جنراتور ماشينونه او د ودانې ځينې برخې سوځېدلي دي.

د پېښې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.
XS
SM
MD
LG