د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د جمهوري عمل دويم پړاو



پراګ ـــ په پاکستان کې د جهموري عمل په دويم پړاو کې د چارشنبې پر ورځ د خيبر پښتونخوا او سند اسمبلو نويو منتخب غړيو لوړه وکړه.


په خيبر پښتونخوا صوبه کې درې ګونديز اېتلافي حکومت جوړيږي، چې پکې تحريک انصاف، جومات اسلامي او جمهوري وطن پارټي شاملې دي. په اېتلافی حکومت کې شامل ګوندونو ته به وزارتونه ورکول کيږي. د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې د وزيراعلی سوګند پورته کولو وروسته به د نويو وزيرانو ټاکنه د جون پر لومړۍ اونۍ سر ته ورسي.

د درې ګونديز اېتلافې صوبايي حکومت په اړه په پيښور کې مشر خبريال رحيم الله يوسفزی وايي چې نوی حکومت به زړوري فيصلې ونه کړای شي. ((په نوي حکومت کې د اختلافاتو رامنځ ته راتلو امکانات زيات دي، او متفقه فيصلی کول به اسانه نه وي. په دې اسمبلۍ کې زياتره غړي نوي دي، تجربه يې هم نه شته، نو زما په اند اوس د دوی امتحان شورو شو. اوس خو دوی خوشاله دي، او دا به يو دير ګران او مشکل امتحان وي.))

په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو مسلم ليګ نواز او د جمعيت علما اسلام ف ډلې ۱۷، ۱۷ غړي دي. اوس به دا فيصله کېږي چې ايا کوم ګوند نه به د اپوزيشن مشر انتخابېږي. په صوبايي اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو د کردار په اړه رحيم الله يوسفزی وايي حزب اختلاف متحد نه ښکاري، دوی تر اوسه د خپل مشر فيصله نه ده کړې، او داسې برېښي چې د دوی اواز به هم کمزوری وی.

همداراز د چارشنبې پر ورځ د سند اسمبلۍ ۱۵۵ غړو سوګند پورته کړ. په سند اسمبلۍ کې پيپلز ګوند ۶۷ غړي دي، او د متحده قامی موومنټ ۳۷ غړي دي. ايم کيو ايم ګوند لا تراوسه فيصله نه ده کړي چې اپوزیشن کې به کېني او که حکومت کې به شاملېږي.

د پاکستان قامي اسمبلي غونډه هم د جون پر لومړۍ نيټه رابلل شوې چې پکې به د اسمبلي غړي سوګند پورته کوي، او د سپيکر، مرستيال سپيکر او بيا به د وزيراعظم انتخاب کيږي.
پ
ه اسلام اباد کې د سياسي چارو کارپوه عرفان صديقي وايي په پاکستان کې د لومړي جهموري حکومت او اپوزیشن ګوندونو يو ښه پارليمانې روايات جوړ کړی وو، او موجوده نوی حکومت به هم دغه رواياتو ته دوام ورکړي. په مرکز کې د اپوزیشن ګوندونو په اړه عرفان صديقي وايي:

((دا څرګنده ده چې په مرکز کې د پيپلز ګوند چوکۍ زياتې دي، ايم کيو ايم به هم ورسره شامله شي، نو اپوزيشن مشر به له دوی څخه وي. که څه هم عمران خان به په رسمي توګه د اپوزيشن مشر نه وي، خو د يو تکړه اپوزيشن مشر په حيث به خپل کار يقينن سر ته رسوي. که چرې عمران خان د خپل اختياراتو استعمال نه زيات وکړل نو بيا په خيبر پښتونخوا کې به مسلم ليګ ن او جمعيت علما اسلام ف ډلې به د دې بدله اخلي. هم دغه شان حالات به پيپلز ګوند سره هم وي نو زموږ په جمهوريت کې د طبعي څارنې عمل راغلی دی. موږ د يوې ښې جمهوري تجربې پر لور روان شوي يوو، جمهوريت وده وموندلې او په راروان ورځو کې به د جمهوری رواياتو مظاهره کوي.))

عرفان صديقي زياته کړه چې په مرکز او صوبو کې واکمن ګوندونو ته يوه موقع په لاس ورغلې چې د ولس خدمت وکړي. بلخوا کارپوهان په دې اند دي چې په مرکز او صوبو کې اپوزيشن ګوندونو ترمينځ اختلاف به غوره خبره نه وي ځکه چې حکومت به پر خپل سر فيصلې کوي.
XS
SM
MD
LG