د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان دولت: د خيبر قبايلو حقوق خوندي کولو ژمنه کوو


جلال اباد:ـ له قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ څخه د اپريدو اتو قومونو مشران ننګرهار ته تللي او له افغان دولته د خپلو ستونزو د هوارولو او په قبايلو سيمو کې د امن غوښتونکي شول.


د اپريدو قوم دغه مشران چې شيمر يې سلګونو تنو ته رسيږي، د نهې پر ورځ يې د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي سره وکتل او خپلې غوښتنې يې هغه ته کيښودې.

د ملک عبدالصبور اپريدي په نوم يو تن قومي مشر مشال راډيو ته وويل، چې قبايلو سره په تيرو کلونو کې له تره ګرو او ناټو ځواکونو نه علاوه د پاکستان حکومت هم زياتی کړی او افغان دولت يې حقوق تر پښتو لاندې کړي دي. ده وويل:

(( زموږ په زرګونه مشران وترهول شول، وتښتول شول، همدغسې په دې وروستيو وختونو کې د پاکستان خوا نه او د دهشتګردو په موږ باندې د تيرا په علاقه کې حملې وشوې. که پاکستان دی هم په موږ بمباري کوي او زموږ عوام وژني، که افغانستان دی هم عوامو سره ظلم کوي. که ناټو راغلې هم په موږ بمباري کوي او عوام وژني او که د اسلام په نوم څوک راپورته شوي هغوی هم عوام وژني. د افغانستان حکومت ته زموږ وينا هم دغه ده چې په افغانستان کې ناټو هم موجوده ده، ملګري ملتونه هم موجود دي، د افغانستان حکومت نه زموږ ته تمه ده چې اول دې له موږ سره د حکومت مشران کېني او بيا دې موږ ملګري ملتونو سره کېنوي، موږ د ظلم خلاف اواز پورته کړی، زموږ دا شعار دی چې په خپله سيمه کې امن غواړو.))

دا چې ننګرهار ته تللي قبايل له افغان دولته څه غواړي؟ د اپريدو قوم يو تن استازي مشال راډيو ته وويل:

(( بسم الله جان یم، د جمردو خيبر ايجنسۍ اپريدی يم. موږ له افغانستانه دا غواړو چې دلته زموږ ډير حقونه خوندي وو. دلته زموږ سکولونه وو، دلته زموږ سپين ږيرتوب و. دلته زموږ قبايل وو، دلته زموږ شپې وې، دلته زموږ ميلمستياوې وې، دلته به موږ جرګې کولې، په جرګو کې به موږ خبرې هوارولې. دا ټول حقونه زموږ په افغانستان کې ول. او بل دې ته هم راغلي يو چې د جرګو په ډول زموږ په علاقو کې امن راشي، قلم راشي، سکولونونه اباد شي او په افغانستان او پاکستان کې امن راشي.))

افغان دولت به د قبايلو ستونزو ته د پای ټکی کيږدي؟ دا پوښتنه د ننګرهار د قومونو او قبايلو چارو مشر وجيه الرحمن شينواری دا رنګه ځوابوي:

(( تاسو ته مالومه ده چې موږ په حکومت کې مشکلات لرو. او زه چې له خپلو مشرانو سره ناست يم، نو د قومونو او قبايلو وزرات راسره ژمنه کړې چې انشا الله موږ به په دې موضوع کار کوو. او وزارت هم دې ته ژمن دی چې د قبايلو حقوق بيرته ژوندي کړي. په نيږدې راتلوونکي کې دوی ته داسې پو پروګرام برابروو چې دوی د قبايلو له وزير او ولسمشر سره له نيږدې وګوري او دوی خپلې ستونزې د هغوی په وړاندې بيان کړي.))

د اپريدو قومونو استازو د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي سره هم خپلې ستونزې شريکې کړې، دا چې د دوی غوښتنو ته يې څه ځواب ويلی ، د والي وياند احمدضيا عبدالزي مشال راډيو ته وويل:

((والي صيب دوی ته وويل چې که د امن مسايل وي او که نور مسايل وي بايد تاسو يې د جرګو له لارې حل کړیء. ستاسو رول بايد دومره قوي واوسي چې د ملکونو په کچه روغه جوړه راولیء. دوی ته والي صيب وويل چې تاسو په خپلو کې مشوره وکړیء کومې پروژې چې تاسو ته په کار وي، هغه موږ ته په ليکلي ډول وسپاریء، کوم امکانات چې موږ په ولايت کې لرو، هغه به په کار واچوو او کوم امکانات چې نه لرو له مرکزه به غوښتنه وکړو، له ريس صيب جمهور نه به غوښتنه وکړو چې د پخوا په څير ستاسو حقونو ته توجه وشي.))

قبايلي مشران وايي چې د تيرو کلونو بد امنۍ تر بل هر چا زيات قبايلي پښتانه په نښه کړي، په زرګونو قومي مشران يې وژل شوي، ښوونځي يې تړل شوي او له خپلو کورونو څخه ايستل شوي، دوی وايي چې د امن تر شعار لاندې د خپل حق غوښتنه تر هغې کوي چې پښتنو ته د سولې او امن په فضا کې د ژوند لارې چارې برابرې کړي.
XS
SM
MD
LG