د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا و سیند اسمبلۍ غړو لوړه وکړه


خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

نن د خیبر پښتونخوا او سند صوبې د اسمبلیو غونډې وشوې چې پکې نويو منتخب شويو غړيو لوړه وکړه.

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ اجلاس په پیښور کې ترسره شو چې پکې د تیرې اسمبلۍ سپیکر کرامت الله خان چغر مټۍ د نويو منتخب شویو غړیو نه سوګند واخیستو د دې نه پس به د نوي سپیکر او ډیپټي سپیکر انتخاب کیږي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند تیر انتخاباتو کې په خیبر پښتونخوا کې اکثریت ترلاسه کړې او د وزیراعلي لپاره یې پرویز خټک نومولی دی.

دا راز د سند صوبايي اسمبلۍ پخواني سپیکر نثار کهوړو کراچۍ کې د نوی منتخب شویو غړیو نه حلف واخیستو.

سیند اسمبلۍ لوړه وکړه

په سند صوبه کې تر ټولو زیاتې ۶۷څوکۍ پیپلز ګوند ګټلې دي.

دغه ګوند د سند صوبې د اعلی وزیر لپاره خپل پخوانی وزیر اعلی سید قایم علي شاه غوره کړی دی.
د سیند اسمبلۍ
د سیند اسمبلۍ

د هغه د نوم اعلان د نهې په ورځ د یاد ګوند د مشرانو له غونډې وروسته د پیپلز ګوند رهنما مخدوم امین فهیم په کراچۍ کې خبري غونډې ته د وینا په مهال کړي.

((سید قایم علی شاه زموږ د ګوند خدمتګار او مشر غړی دی. موږ سږنۍ ټاکنې هم د هغه په مشرۍ کې له سینده ګټلي دي. په راتلونکې اسمبلۍ کې زموږ لخوا اغا سراج دراني سپیکر او میرمن شهلا رضا به مرستیاله سپیکره وي))

۸۰ کلن قایم علي شاه ددې نه مخکې په ۱۹۸۸کال کې او بیا په ۲۰۰۸کال کې د سیند صوبې اعلی وزیر پاته شوی.

نوموړې ۶ ځله د سیند اسمبلۍ ۲ ځل د قامي اسمبلۍ غړی اوسیدلی او یو ځل سینټر هم ټاکل شوی دی.

دهغه په دواړو دوروکې د سیند صوبې په مرکزي ښار کراچۍ کې بدامني وه،

خو قایم علي شاه وایي، دا ځل به په کراچۍ کې د امن ټینګښت د ده د حکومت لومړی ترجیح وي.

((په راتلونکې د کراچۍ نه تر کشموره پورې په ټوله خطه کې د امن او خوشالۍ راوستل زما په لومړیو ترجیحاتو کې شامله ده. او کوشش به کوم د سېمې د خلکو ستونزې هوارې کړم))

په سند اسمبلۍ کې متحده قامي مومنټ ۳۷ څوکۍ ترلاسه کړي دي.

د یاد ګوند د مطبوعاتي څانګې مشر واسع جلیل مشال راډیو ته وویل، په حکومت کې د شاملیدو او یا هم د اپوزیشن په څوکیو د کېناستلو دواړه اپشنونه د دوی مخې ته دي، او د دوی د ګوند چارواکي به فیصله کوي چې په حکومت کې شامل شي او کنه د اپوزیشن په څوکیو کیني .

یاده دې وي په سند صوبه کې تیر ځل پیپلز ګوند ایم، کیو ایم او عوامي نیشنل ګوند ګډ حکومت لرلو.

د حکومت له ختمیدو څخه څو میاشتې مخکې ایم کیو ایم له صوبایي حکومته وتلي و.

په نوي اسمبلۍ کې مسلیم لیګ فکشنل ۷، مسلیم لیګ نواز ډلې ۴ شیرازي ګروپ ۴ تحریک انصاف ۳ نیشنل پیپلز پارټۍ ۲ او یو ازاد ممبر برخه لري.

د سند صوبې په نوي اسمبلۍ د پخوانیو غړو ترڅنګ یو شمیر نوي غړی هم راغلي دي.

دا راز دقامي اسمبلۍ د نوي منتخب شویو غړیو اولنۍ غونډه به د راتلونکې میاشتې په اولنۍ نیټه کیږي.

XS
SM
MD
LG