بیګا ماښام د پیښور ګلبهار امامیه کالونۍ سره نزدې یوې بمي چاؤدنې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
د دې پیښې په اړه د پیښور ښار د پولیسو مشر خالد همداني مشال راډیو ته وویل:
[دلته د سړک په غاړه له نهر سره نزدې یو موټر سایکل درول شوی وو. د ریموټ کنټرول په ذریعه پکې چاؤدنه شوې، چې پکې دوه کسان وژل شوي او شپاړس زخمیان شوي دي. دې سیمه کې شیعه ګان اوسیږي او داسې ښکاري چې هدف یې هم دوی وو. موږ پلټنې شورو کړې دي.]
د پیښور د بم ډسپوزل سکواډ دوېنا ترمخه دې چاؤدنه کې د دریو نه تر څلورو کلو پورې بارود استعمال کړل شوي دي.
د دې برید پړه لا تردې دمه چا په غاړه نه ده اخیستې.