د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روغتیا نړیوالې ادارې پر ګوزڼ ضد ډلې برید وغانده


مجیب انګار


د روغتيا نړيوالې ادارې په پېښور کې ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکولو پر ډلې د وسله والو دا بريد په سختو ټکو غندلی دی، چې په کې یوه ښځه وژل شوې او یوه ټپي ده.


د پاکستان لپاره د دې ادارې مشر ډاکټر الياس دوري مشال راډيو ته وويل چې د دې بريدونو د مخنيوي لپاره بايد مذهبي او سياسي مشران او د مدنې ټولنې استازي رامخ ته شي چې تر څو ماشومان د ګوزڼ له ناروغۍ څخه وژغورل شي.

پېښور ښار ته څيرمه دپولیو یا ګوزڼ مخنیوي پر واکسین ډلې د ناڅرګندو وسله والو په برید کې یوه ښځه وژل شوې او یوه ټپي ده.

له سیمې د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې دیادې ډلې پر ښځینه کارکوونکیو نن سه شنبې پېښور ته څيرمه په بډه بیره کې حمله شوې.

پولیس وايي د پولیو ضد واکسین دغې ډلې په سیمه کې ماشومانو ته د واکسین څاڅکي ورکول، چې د دوو تنو موټر سایکل سپرو له خوا پرې ډزې وشوې.

دپولیسو دځايي ماموریت قوماندان عابد خان په تلیفون مشال راډيو ته وویل، چې ددغې ډلې په باب له وړاندې دوی ته هیڅ ډول معلومات نه و ورکړل شوي او هغه راپورونه يې رد کړل چې ګواکې د وژل شویو میرمنو ساتونکي پولیس تښتیدلي او هغوی يې په تش ډاګ پریښې وې:

(دسنبل او شرافتې په نوم دغه دوه ښځینه فعالانې چې دخپلې ادارې دوه نارینه کارکوونکي هم ورسره ملګري ول د تومانچې په ډزو لګیدلي.
د پولیو یا ګوزڼ مخنیوي ځايي ادارې ددوی په باب موږ ته هیڅ ډول معلومات نه و راکړي، کوم لیست چې يې موږ ته سپارلی په هغې کې هم ددوی نومونه نشته.
هرکله چې دپولیو کمپاین وي نو له هرې ډلې سره دوه تنه پولیس وي خو له بده مرغه له دې ډلې سره پولیس نه ول او وجه يې همدا ده چې موږ ته ددوی په باب هیڅ نه و ویل شوي)

تیرمیلادي کال په خیبرپښتونخوا کې دپولیو یا ګوزڼ ضد واکسین پر ټيمونو تر وسله والو بریدونو وروسته دصوبايي حکومت د ځانګړې پریکړې له مخې له هرټيم سره دوه پولیس ملګري وي.

مشال راډیو هڅه وکړه، چې ددې پيښې په باب د پولیو واکسین د صوبايي ادارې دمسوولینو نظر هم واخلي خو له پرله پسې هڅو سره سره خبرو ته حاضر نشول.

په دې وروستیو کې په پښتونخوا او ځينې قبائلي سیمو کې د ګوزڼ مخنیوي واکسین ډلو باندې وسله وال بریدونه زیات شوي دي.

تر دې وړاندې په پېښور ، مردان، صوابۍ او باجوړ قبائلي سیمه کې ددې ادارې ښځينه کارکوونکې او هم دهغوی ساتونکي پولیس په ډزو وژل شوي.

د پولیسو افسر عابد خان وايي دنننۍ پيښې د عاملینو دنیولو په هدف يې په سیمه کې تصفيوي عملیات پيل کړي خو تراوسه لا دبریدګرو هیڅ څرګ ندی لګیدلی:

(د عیني شاهدانو د معلوماتو پر اساس مو پلټنې پيل کړي، تر اوسه څوارلس تنه مشکوک کسان نیول شوي خو دا لا نده جوته چې برید ګر به په دې ډله کې وي که نه)

د وروستیو معلوماتو له مخې دپولیو مخنیوي واکسین دغه درې ورځنی کمپاین تر نامعلومې مودې ځنډول شوی دی.

پاکستان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو دی، چې ګوزڼ پکې د یوې ساري ناروغۍ په توګه لاهم د ماشومانو ژوند ګواښي.

تیر میلادي کال په دې هیواد کې دګوزڼ ۵۸ مثبتې پيښې ثبت شوې وې، چې یواځې ۲۷ يې پښتونخوا او شل يې په قبائلي سیمو کې وې.

د ګوزڼ مخنیوي واکسین پر فعالانو وسله والو بریدونو پاکستان کې ددې ناروغۍ دمخنیوي او له منځه وړلو هڅې له مشکلاتو سره مخ کړي دي.
XS
SM
MD
LG